د پي ټي آئې په سوشل ميډيا ډله تورونه لګول سم نه دي ٬ نوې پاكستان به په رويو كښې د بدلون څخه جوړېږي ۔ شاہ محمود قرېشي

APP65-28 ISLAMABAD: August 28 - Foreign Minister Shah Mehmood Qureshi addressing a press conference at Foreign Office. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پي ټي آئې په سوشل ميډيا ډله تورونه لګول سم نه دي ٬ نوې پاكستان به په رويو كښې د بدلون څخه جوړېږي۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د سناتورې قرۃ العین د اولسي اهميت د معاملې ځواب وركولو سره شاه محمود قرېشي ووئيل د سناتورې ځېنې خبرې سمې دي٬ د پي ټي آئې په سوشل ميډيا ډله تورونه لګول سم نه دي٬ بې بنسټه څيزونه خپرولې كېږي٬ تهمتونه لګول سم نه دي٬ مونږ له به خپلې رويې بدلول وي٬ ده ووئېل نوې پاكستان به د رويو بدلون سره جوړېږي ۔ د دې نه وړاندې سناتورې قرۃ العین د اولسي اهميت په معامله ووئيل چې په سوشل ميډيا د غلطو معلوماتو خپرونكو په ضد كاروائي پكار ده ٬ د پاك پتن ډي پي او اخوا كولو پحقله په سوشل ميډيا ډېر څه چلېږي د دغې سپيناوې نه دې شوې او نور هم ځينې پېښې رامخې ته شوې ٬ دې ووئېل بايد دا معامله د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شي ځكه چې د احتساب پېل د حكومت نه پكار دے