15 كسيزه قومي اېتھلېټكس لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره ﴿نن﴾ جكارته ته ځي

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) 15 كسيزه قومي اېتھلېټكس لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره ﴿نن﴾ د نهې په ورځ جكارته ته ځي۔ د پاكستان اېتھلېټكس فېډرېشن صدر مېجر جنرال ﴿ر﴾ محمد اكرم ساهي له مخې په قومي لوبډله كښې يوولس لوبغاړي او څلور آفيشلز شامل دي۔ په لوبغاړو كښې نهه نارينه او دوه ښځينه لوبغاړې شاملې دي۔ په نارينه لوبغاړو كښې ګوهر شهباز، عزیر علی، محمد شهباز، نوکر حسېن، ندیم بشیر، مظهر علی، عمر سعادت، محبوب علی او ارشد ندیم دغسې په ښځينه لوبغاړو كښې ماریه مراتب او رابعه عاشق شامل دي