د پاكستان آرچري فېډرېشن تر سيوري لاندې د آزادې جشن په لړ كښې به په ټول هېواد كښې د تير اندازې مقابلې ﴿سبا﴾ كېږي

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان آرچري فېډرېشن تر سيوري لاندې د آزادې جشن په لړ كښې به په ټول هېواد كښې د تير اندازې مقابلې ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كېږي۔ د پاكستا آرچري فېډرېشن عمومي سېكتر وصال محمد خان له مخې د آزادې جشن په لړ كښې ټولو صوبائي او ريجنل اېسوسي اېشنز ته مقابلې كولو لپاره هدايات جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې مقابلې به په پېښور٬ لاهور٬ كراچې او د كوئټه پشمول په نورو ښارونو كښې هم كېږي۔