
اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د فرانس سفير مارټن ډورانس ليدلې دې چې پكښې د شريكې خوښې به چارو او دفاعي مرستې په زياتوالي خبرې شوې۔دواړو هېوادونو د سائنس٬تعليم٬ريسرچ او ټېكنالوجۍ او هيوي انډسټري په اړه په ګډه د كار كولو خوښي څرګنده كړې ده ۔ملاقات كښې پريكړه وكړی شوه چې پخواني رامخې ته شوي خنډان لرې كولو لپاره دې ګتورې خبرې پېلې كړې شي۔د فرانس سفير د پاك پوځ ضرب عضب عملياتو كښې كاميابۍ وستائېلې۔ده وفاقي وزير رانا تنوير حسېن مننه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې وفاقي وزير به د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې مرستې زياتوالي له خپل مثبت كردار تر سره كړې۔وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د فرانس سفير ته دفاعي نندارتون آئيډياز 2016 كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه