متحده عرب امارات به په كال 2019م كښې د اېشين فټ بال كپ كوربتوب كوي

منامه 25 جولائي (اے پي پي) متحده عرب امارات به په كال 2019م كښې د اېشين فټ بال كپ كوربتوب كوي۔ د خبر له مخې د اېشين فټ بال كنفډرېشن اېګزېكټو كمېټې په كال 2019م كښې د اېشين كپ كوربتوب متحده عرب اماراتو ته وركړې۔ د كمېټې له مخې متحده عرب اماراتو اېران په شا پرېښودلو سره د ايونټ د كوربتوب ترلاسه كولو اعزاز ترلاسه كړے۔ د اے اېف سي صدر شېخ سلمان بن ابراهيم الخليفه په كوربتوب ترلاسه كولو د اماراتو د فټ بال اېسوسي اېشن چارواكو ته مباركي وركړې او هيله ئې څرګندنه كړې چې په امارات به زمونږ په هيلو پوره وخېژي۔