
اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف په ښاريو كښې د خاورو د لړې(سموګ) د اوسني وضعې نوټس اخستو سره اړوندو څانګو ته په ماحولياتي ستونزه قابو موندلو لپاره د اوږدې مودې اقداماتو كولو امر كړے دے ۔وزيراعظم د ټرانسپورټ محكمو ته ووئېل چې د ګاډو معائنې د لارې دا خيرنوالې كم كړئ۔ده ووئيل د ځنګلو صوبائي محكمې دې د كاربن كمي لپاره د ګرين پاكستان پروګرام له مخې په ښارونو كښې د اونو كرلو كار ګړندې كړي۔د وزيراعظم فوكل پرسن له د امر عملي كولو لپاره ټولو اړوندو څانګو سره په تماس كښې وسي