حكومت ټول وګړي يو برابر ګڼي۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر

APP28-16 ISLAMABAD: July 16 - A delegation from National Commission for Human Rights called on Syed Ali Zafar, Federal Minister for Law and Justice. APP

اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر سره د بشري حقونو قامي كمېشن لنډ مهاله چيئرپرسن فضيله علياني په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے۔ پلاوي وفاقي وزير د مهمو چارو په اړه خبر كړو چرته چې د بشري حقونو په لړ كښې قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ پلاوي د پاكستانو وګړو بنيادي حقونو تحفظ او ودې له د وفاقی وزیر سیدعلی ظفر هڅې وستائلې۔ وفاقی وزیر پلاوي له باور وركړو چې په دې لړ كښې قانون سازۍ له به د حكومت لخوا مرسته باوري كولې شي۔ ده ووئيل حكومت ټول وګړي يو برابر ګڼي او كوم وګړي سره به د فرق سلوك ونه زغملې شي۔