د ګرین هاؤس ګیسز د يو فيصد اخراج باوجود پاكستان د موسمياتي بدلون منفي آغيز نه زيات ځپليو هېوادونو كښې شامل دے

APP01-16 ISLAMABAD: July 16 - Caretaker Minister for Finance Dr. Shamshad Akhtar delivering the opening remarks at the launching ceremony of National Disaster Risk Management Fund. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د خزانې لنډ مهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي د پاكستان د چاپيريال خيرنتيا سوب جوړېدونكي ګاز اخراج كښې برخه د نشت برابر ده خو بيا هم په نړيواله كچه رامخې كېدونكې د موسمياتي بدلون منفي آغيز نه د زيات ځپليو هېوادونو په صف كښې شامل دے٬ نړيواله ورورولي او ډونرز دې د موسمياتي بدلون خطرو مخنيوي په هلو ځلو كښې د پاكستان معاونت وكړي۔ وفاقي وزيرې دا خبرې د نېشنل ډیزاسټر رسک مېنجمنټ فنډ اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع د نېشنل ډیزاسټر رسک مېنجمنټ فنډ سي اي او لېفټېننټ جنرال (ر) ندیم احمد، د اسیائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ژیاؤ هونګیانګ، د موسمياتي بدلون وزارت ، د منصوبه بندۍ کمېسون او د اقتصادي ډويژن وفاقي سېكترانو او د ډيزاسټرمېجمنټ ادارو چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزيرې د نېشنل ډیزاسټر رسک مېنجمنټ فنډ اجراء ستائنې كولو سره ووئيل د موسمياتي بدلون او د خيرنتيا عواملو له امله په نړۍ كښې د ناګهاني آفتونو پرله پسې د رامخې شوو پېښو تر مخه د آفتونو خطر كښې د كمي راوستلو څانګه ډي آر آر ډېر اهميت اختيار كړے ۔ دې ووئيل منطقه كښې د ناڅاپي آفتونو څخه كېدونكې مالي او ځاني زيان ډېر زيات دے۔ دې ووئيل د ګرین هاؤس ګیسز په اخراج كښې يوازې د يو فيصده برخې باوجود پاكستان د موسمياتي بدلون د منفي آغيز نه په زياتو ځپليو هېوادونو كښې شامل دے٬ دې ووئېل زيانونو څخه د بچ كېدو هڅو په لړ كښې نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ جوړ كړې ۔ دې ووئيل آسيائي پرمختيائي بانك ٬ سوئس اېجنسي فار ډوېلپمنټ اېنډ كوآپرېشن اور اسټرېلين اېډ نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ لپاره روپی وركړي ٬ پاکستان په دې لړ كښې د نړيوالې ورورلۍ او ډونرز ادارو مرستې ته هم اړتيا ده ۔ دې ووئيل د آفتونو مناسب انتظام او د تيارۍ نشتوالي په سوب نړۍ ته ډېر زيان رسېدلې خو پاكستان په دې لړ كښې د خپلو تجربو نه زده كړې سره سباٶن كښې د داسې زيان شدت كښې كمې راوستې شي۔ وفاقې وزيرې ووئيل هېواد له د ناڅاپي آفتونو مخنيوي تيارې پكار دي او په دې لړ كښې صوبو٬ د ځائي حكومتونو او د ځائي ابادۍ ترمېنځه رابطې او همكارۍ ته وده وركول پكار ده۔ وفاقي وزيرې ووئېل په اولس كښې د ناڅاپي آفتونو څخه بچ كېدو لپاره شعور بېدارولو ته اړتيا ده ۔ په دې موقع د نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ سي اي او لېفټېننټ جنرال (ر) ندیم احمد د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ژیاؤ هونګیانګ هم وېنا وكړه