
اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي پاكستان د سيمه ايزې هغږۍ٬ھلو ځلو پيروي كوي او د 46 اربه ډالره د سرمايې وړ د پاك چين اقتصادي راهدارۍ او بنيادي ډهانچې د پروژو مقصد ټوله سيمه كښې تجارت ته وده وركول دي۔ده دا خبره د تجارت نړيوال تنظيم (ډبليو ټي او)ډائريكټر جنرل ربرټوايزي ويدو سره د ګل په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل سي پېك د سيمه ايزو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو او د سيمې د اولس د ژوند معيار ښه كولو صلاحيت لري۔وزيراعظم د تجارت اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې پاكستان ګلوبل سپلائي چين كښې بشپړه هم غږۍ ترلاسه كولو له د تجارت په اړه خپل قوانين جوړوي۔پاكستان ډبليو ټي او سره خپلې شراكتدارۍ زياتولو له چمتو دې۔وزيراعظم ووئيل د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې د امن وضعې ښه والي سره اقتصادي استحكام رامخې ته شوې۔ده ووئيل حكومت د برېښنا په كمبوت قابو موندلو له ګامونه پورته كوي او تر 2018 به د برېښنا په كمبوت قابو وموندلې شي۔ده ووئيل په كراچۍ كښې امن راغلے او د كاميابو پوځي عملياتو په نتيجه كښې ترهه ګر په تېښته مجبور شوي۔د دې اقداماتو سره په پاكستان د كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو باور بحال شوې۔د ډبليو ټي او ډائرېكټر جنرل په هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان كاروبار او سرمايه كارۍ له مثالي ځاي دے۔