د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او د ادبي ورثه نګران وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر په درې ملكي كركټ سېريز كښې په بريا قومي لوبډلې او ټول قوم ته مباركي وركړه

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او د ادبي ورثه نګران وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر په درې ملكي كركټ سېريز كښې په بريا قومي لوبډلې او ټول قوم ته مباركي وركړې۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې هيله ده د كركټ قومي لوبډله به په سباؤن كښې هم دې جذبې سره لوبه وكړي او د ګټې لړې به روانه وساتي۔ ده ووئيل چې قومي لوبډلې ښه لوبه كړې او ټول قوم په دوي فخر كوي۔