د قامي اسمبلۍ سپيكر د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب له په وزارت سنهبالولو مباركي وركړه

APP19-03 ISLAMABAD: November 03 - Minister of State for Information & Broadcasting Marriyum Aurangzeb called on Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq at Parliament House. APP

اسلام آباد 03 نومبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ته د وزارت ذمه وارۍ پغاړه اخستو مباركي وركړې او وئېلي يې دي چې هغه به خپل خانداني روايات په ځاې ساتې او د نورو د رائې څرګندولو به احترام وكړي۔د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات وكړو۔په دې موقع سپيكر هغې ته د وزارت په ذمه واريو تر لاسه كولو مباركي وركړه او د هغې صلاحيتونه يې وستائېله۔ده هيله څرګنده كړه چې هغه به خپل صلاحيتونه د خپل خانداني رواياتو له مخې د نورو د رائې د اظهار احترام كوي۔دوهمې وزيرې ووئيل تاسو هم په نرمه لحجه او مزاج سياست كښې ښه نام ګټلې۔مريم اورنګزېب د سپيكر لخوا په هغې د باور په څرګندونه مننه وكړه۔