اسلام آباد ۔ یکم جون (اے پی پی) راروانو ټول ټاكنو كښې برخه اخستونكو كانديدانو له به د پخوا په ډول د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفیٰ (ص) په ختم نبوت قطعي او غېر مشروط ايمان او د پاكستان مؤسس قائد اعظم كړي اعلان چې پاكستان به د معاشرتي انصاف په اسلامي اصولو اډانه يو جمهوري مملكت وي وفادار پاتې كېدو سوګند پورته كول وي۔ د الېكشن كمېشن لخوا جاري …
راروانو ټول ټاكنو كښې برخه اخستونكو كانديدانو له به د پخوا په ډول د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفیٰ (ص) په ختم نبوت قطعي او غېر مشروط ايمان او د پاكستان مؤسس قائد اعظم كړي اعلان چې “پاكستان به د معاشرتي انصاف په اسلامي اصولو اډانه يو جمهوري مملكت وي” وفادار پاتې كېدو سوګند پورته كول وي۔ الېكشن كمېشن
اسلام آباد ۔ یکم جون (اے پی پی) راروانو ټول ټاكنو كښې برخه اخستونكو كانديدانو له به د پخوا په ډول د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفیٰ (ص) په ختم نبوت قطعي او غېر مشروط ايمان او د پاكستان مؤسس قائد اعظم كړي اعلان چې پاكستان به د معاشرتي انصاف په اسلامي اصولو اډانه يو جمهوري مملكت وي وفادار پاتې كېدو سوګند پورته كول وي۔ د الېكشن كمېشن لخوا جاري كړې شويو د نامزدګۍ كاغذونو كښې د قامي يا صوبائي اسمبلۍ كانديدانو لخوا به دا سوګند پورته كول وي چې زه د خاتم النبیين حضرت محمد مصطفیٰ(ص) په ختم نبوت قطعي او غېر مشروط ايمان لرم۔ او د داسې كوم سړي پېروكار نه يم كوم چې د حضرت محمد (ص) څخه وروستو د پېغمبر كېدو دعوېدادر وي او دا چې زه داسې كوم دعوېدار پېغمبر يا مذهبي مصلح نه منم او نه قادياني ډلې يا لاهوري ډلې سره تعلق لرم۔ او نه ځان ته احمدي وايم۔ دې سره سره به دا سوګند پورته كول وي چې زه به د پاكستان مؤسس قائد اعظم كړي اعلان چې پاكستان به د معاشرتي انصاف په اسلامي اصولو اډانه يو جمهوري مملكت وي وفادار پاتې كېږم۔ د زړه نه به زه د پاكستان حامي او وفادار يم او د پاكستان د خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ او دفاع به كوم۔ او دا چې زه به د اسلامي نظريې په ځائې ساتلو له هڅې كوم كومه چې د پاكستان د جوړېدو بنياد دے۔ دې سره سره به د ټاكنو خرڅونو له د مخصوص اكاؤنټ جوړولو اقرار هم كولې شي۔ ده نه ځانله دا قسميه اقرار به هم كول وي چې كانديد د آرټيكل 62 ترمخه اهليت لري۔ دې سره سره به كانديدانو له د خپلو مهارتونو ٬ قابليت ٬ د ذكر وړ تصانيف ٬ موجود او سياسي ګوندونو او سول سوسائټۍ تنظيمونو سره د تړون يا ممبرشپ اندارج هم كول وي۔











