په كال 2013ﺀ كښې چې كومو چېلنجونو سره مخ وو نن صورتحال څو درجې بهتر دے۔ په جولائي كښې د ټولو ټاكنو دلارې اولس ته پرېكړه كول دي چې اقتدار چا له وركول دي۔ په ټول ټاكنو كښی به د يوې ورځې تاخير هم برداشت نه كړو۔ د قوم ستونزې حل كولو لپاره قومي مذاكراتو ته اړتيا ده۔ د هرې ادارې آئيني حدود او كردار ټاكلو له د قومي اتفاق پېدا كولو حاجت دے۔ پاكستان كښې ډېرې چارې داسې دي چې بار بار ذكر ئې كېږي۔ يو ريښتنې كمېسيون دې جوړ كړې شي كوم چې د هېواد د تاريخ په لړ كښې كره كتنه وكړي او حقائق وړاندې راولي۔ آزاده ميډيا جمهوريت لپاره ضروري ده۔ آزاد منصفانه اوسپېځلې ټاكنې د هېواد تر ټولو لوئے ضرورت دے۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د قامي اسمبلۍ په وروستۍ ورځ الوداعي خطاب

اسلام آباد۔ 31 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د قامي اسمبلۍ د مودې په پوره كېدو ټولو سياسي ګوندونو او اولس ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په كال 2013ﺀ كښې چې كومو چېلنجونو سره مخ وو نن صورتحال څو درجې بهتر دے۔ په جولائي كښې د ټولو ټاكنو دلارې اولس ته پرېكړه كول دي چې اقتدار چا له وركول دي۔ په ټول ټاكنو كښی به د …

اسلام آباد۔ 31 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د قامي اسمبلۍ د مودې په پوره كېدو ټولو سياسي ګوندونو او اولس ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په كال 2013ﺀ كښې چې كومو چېلنجونو سره مخ وو نن صورتحال څو درجې بهتر دے۔ په جولائي كښې د ټولو ټاكنو دلارې اولس ته پرېكړه كول دي چې اقتدار چا له وركول دي۔ په ټول ټاكنو كښی به د يوې ورځې تاخير هم برداشت نه كړو۔ د قوم ستونزې حل كولو لپاره قومي مذاكراتو ته اړتيا ده۔ د هرې ادارې آئيني حدود او كردار ټاكلو له د قومي اتفاق پېدا كولو حاجت دے۔ پاكستان كښې ډېرې چارې داسې دي چې بار بار ذكر ئې كېږي۔ يو ريښتنې كمسيون دې جوړ كړې شي كوم چې د هېواد د تاريخ په لړ كښې كره كتنه وكړي او حقائق وړاندې راولي۔ آزاده ميډيا جمهوريت لپاره ضروري ده۔ آزاد منصفانه اوس سپېځلې ټاكنې د هېواد تر ټولو لوئے ضرورت دے۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په وروستۍ ورځ الوداعي خطاب كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې نن چې كله دا اسمبلي خپله موده ترسره كوي د سپيكر مننه كوم چې ده په كوم ډول ايوان چلولې د بې طرفۍ نوې معيارات ئې جوړ كړي۔ ټول ئې يو ځائې ساتلي۔ چا دا نه ده محسوس كړې چې كوم كمې پاتې شوې۔ اتفاق لپاره سپيكر تل هڅې كړي دي۔ سپيكر هڅه كړې چې اپوزيشن دا محسوس نه كړي چې هغه جانبداردے۔ وزيراعظم ووئيل چې نن دوېمه اسمبلۍ خپله موده ترسره كړه او دا خوشبينه ده۔ خورشيد شاه د مخالفې ډلې د مشر په توګه مثالي كردار ترسره كړې۔ په 5 كلن دور كښې په جمهوريت ډېر بريدونه وشول۔ د اسمبلۍ ماتېدو خبرې وشوې۔ ورځپاڼې به ډكې وې خو خورشيد شاه تل د اسمبلۍ د مودې پوره كولو خبره كړې۔ د اسمبلۍ د مودې په پوره كېدو كښې د هغه د كردار اعتراف كوؤ۔ ده د مخالفې ډلې د مشر په توګه سخت تقريرونه هم كړي خو تل ئې هڅه كړې چې جمهوريت مخ په وړاندې لاړ شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د مخالفې ډلې د ټولو ګوندونو مننه كوؤ كومو چې د رائې اختلاف كړې خو د فاټا په انضمام كښې چې كله ضرورت پېښ شو نو اتفاق ئې وكړو۔ دې عمل سره د جمهوريت احترام زيات شوې۔ وزيراعظم ووئيل زه د حكومت د كاركردګۍ ذكر كول غواړم۔ كله چې زمونږ حكومت جوړ شو نو په هېواد كښې د امن او امان او امنيت صورتحال د ټولو په وړاندې وو۔ د سول ملټري اتفاق په نتيجه كښې نن د امنيت او امن او امان صورتحال ډېر ښه شوې۔ پاكستانې اولس په ارام ژوند كوي او هېڅ خطر نه لري۔ د خطرو مقابله شوې۔ زمونږ ځواكونو د دښمن مقابله كړې۔ او داسې مقابله په كومه كښې ټوله نړۍ پاتې راغلې۔ ده ووئيل چې زمونږ ځواكونو نړۍ ته امن وركړو۔ په كراچۍ كښې د امن مسئله حل كړې شوه۔ ده ووئيل چې د 2013ﺀ په مقابله كښې د هېواد معيشت ډېر ښه شوې۔ پاكستان د سرمايه كارو منزل دے۔ مونږ د ټېكس اصلاحات كړي۔ دا دې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د نواز شريف په لارښوونه كښې مو د توان په بحران قابو موندلې۔ تر كال 2030ﺀ به د برېښنا پروژې ترسره كېدو سره د برېښنا كمې نه وي۔ ده ووئيل د ګاز لوډشېډنګ مو ختم كړې۔ لوئې لارې مو جوړې كړي۔ د اوبو په بحران قابو موندلو لپاره قومي واټر پالېسي جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل د سي پېك پروژه نن په يو حقيقت كښې بدله شوې۔ دې سره به ډېرې موقعې پېدا شي او د پاكستان د پرمختګ شرح به زياته شي۔ په دې پروژه ټول ګوندونه يو موټي دي۔ په تھركول كښې پاور پلانټ لګولې شي۔ ټرانسمېشن لائنونه غزولې شي۔ د سندھ حكومت هم په دې كښې مرسته كړې مونږ ئې مننه كوؤ۔ د فاټا اصلاحات وشول۔ چېلنجونه ډېر دي مونږ لوئے جړقونه برداشت كړي۔ ده ووئيل چې د پاكستان ستونزدې د قومي ډائيلاګ تقاضا كوي په دې كښې دې ټول ګوندونه برخه واخلي۔ ده ووئيل چې مونږ قومي ډائيلاګ لپاره پوخ عزم لرو او نور ګوندونه دې هم عزم وكړي۔ د اولس په بنيادي حقونو كښې روغتيا او تعليم شامل دي۔ د 18 م بدلون نه پس دا كتل دي چې آيا دې كښې بهتري راغلې۔ ده ووئيل چې د جولائي په آخر كښې ټول ټاكنې كېدل دي۔ اولس ته پرېكړه كول دي چې اقتدار چاته سپاري۔ بايد مونږ د اولس د رائې احترام وكړو

مزید خبریں