د امن صورتحال وړاندې څخه ډېر ښه دے۔ د توان ستونزه كښې كمي څخه وروستو د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارۍ امكانات لا زيات شوي۔ د ملګرو هېوادونو سفيران دې د خپلو هېوادونو سرمايه كار د پاكستان په اړه خبر كړي۔ د فېډرېشن آف پاكستان چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري صدر غضنفر بلور د سفيرانو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې د روژه ماتي دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔31 مئی (اے پی پی) د فېډرېشن آف پاكستان چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري صدر غضنفر بلور وئيلي دي د امن صورتحال وړاندې څخه ډېر ښه دے۔ د توان ستونزه كښې كمي څخه وروستو د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارۍ امكانات لا زيات شوي۔ د ملګرو هېوادونو سفيران دې د خپلو هېوادونو سرمايه كار د پاكستان په اړه خبر كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ …

اسلام آباد ۔31 مئی (اے پی پی) د فېډرېشن آف پاكستان چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري صدر غضنفر بلور وئيلي دي د امن صورتحال وړاندې څخه ډېر ښه دے۔ د توان ستونزه كښې كمي څخه وروستو د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارۍ امكانات لا زيات شوي۔ د ملګرو هېوادونو سفيران دې د خپلو هېوادونو سرمايه كار د پاكستان په اړه خبر كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د سفيرانو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې د روژه ماتي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د ګڼ شمېر هېوادونو سفيرانو سره سره د تجارت وفاقي وزير پروېز ملک، د سارک چېمبر دوهم صدر افتخار علی ملک، د بېلو چېمبرز او تجارتي تنظيمونو عهدېدار او د ژوند نورو څانګو سره تعلق لرونكي شخصيات موجود وو۔ ده ووئيل غېر ملکی سرمایه کار پاکستان كښې د جائنټ وېنچرز سره سره په انفراسټرکچر منصوبو، نور مېګا پراجېكټس او سي پېك كښې سرمايه كاري كولې شي۔ ده ووئيل اسلامي نړۍ بلها قدرتي وسائل لري ولې يو شمېر هېوادونه استحكام نه لري۔ده ووئيل كه دا هېوادونه اتحاد وكړي نو خپلې زياتره مسئلې حل كولو سره د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې شاملېدې شي۔

مزید خبریں