حویلیاں ۔ 29 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهدخاقان عباسی وئيلي پاكستان مسلم ليګ (ن) په هېواد كښې د سوؤنو په شمېر منصوبې كاميابۍ سره ترسره كړي دي كومه چې د هېواد په تاريخ كښې يوه ځانګړې كارنامه ده۔ مسلم لیګ (ن) د اولس په خذمت باور لري ۔ د جولائي په 25 مه نېټه به اولس سوچ سره د خپل ضمير ترمخه زمونږ كاركردګي تر نظر لاندې ساتلو سره …
مسلم ليګ (ن) هېواد كښې د سوؤنو په شمېر پرمختياتي منصوبې ترسره كړې۔ د جولائي په 25 مه نېټه به اولس زمونږ كاركردګي تر نظر لاندې ساتلو سره پرېكړه وكړي۔ د 17 سوه كلوميټر د نړيوال معيار 6 رويه سړكونه به ګوادر خنجراب او پېښور كراچۍ سره وتړي۔ د وزیر اعظم شاهدخاقان عباسی د 120 کلومیټر اوږدې حوېلیاں ۔ تھاکوټ موټر وے پرانستې په مهال خطاب

مزید خبریں
حویلیاں ۔ 29 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهدخاقان عباسی وئيلي پاكستان مسلم ليګ (ن) په هېواد كښې د سوؤنو په شمېر منصوبې كاميابۍ سره ترسره كړي دي كومه چې د هېواد په تاريخ كښې يوه ځانګړې كارنامه ده۔ مسلم لیګ (ن) د اولس په خذمت باور لري ۔ د جولائي په 25 مه نېټه به اولس سوچ سره د خپل ضمير ترمخه زمونږ كاركردګي تر نظر لاندې ساتلو سره پرېكړه وكړي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د 120 کلومیټر اوږدې حوېلیاں ۔ تھاکوټ موټر وے كومه چې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ مهمه برخه ده پرانستې په مهال خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) د اولس په خذمت باور لري او په دھرنو او ناوړه ژبه كارولو باور نه لري۔ مسلم ليګ (ن) ټول عمري غوره او د احترام سياست ته وده وركړې۔ ده ووئيل په 25 جولائي چې اولس كومه پرېكړه وكړي هغه قبلولې شي۔ ده ووئيل مونږ 5 كله هم دې كښې تېر كړي او زمونږ زياته هڅه دا وه چې حكومت خپله موده ترسره كړي كومه چې په 31 مئي ترسره كېږي۔ دې څخه وروستو زمونږ هڅھ وه چې د يو غوره وزيراعظم اعلان وكړې شي او هغه هم شوے۔ د منصوبې په اړه وزيراعظم ووئيل دا منصوبه به سيمه موټروے نېټ ورك سره وتړي۔ دې سره به اولسي خوشحالي راشي۔ ده ووئيل حكومت د 142ارب روپو په مصرف دا منصوبه ترسره كړې۔ ده ووئيل دا ډول لويه منصوبه ترسره كول معمولي خبره نه ده۔ وزيراعظم ووئيل د ځينې تكنيكي مسئلو په سوب تر مانسهرې برخې بشپړېدو كار تر نومبر وروستو كړې شو بياهم هيله ده چې راتلونكي ډېډ لائن ته به دا هم پايې ته ورسي۔ شاهدخاقان عباسی ووئيل مسلم لیګ (ن) دې څخه وړاندې په خپل تېر دور كښې 550 کلومیټر موټر وېز جوړې كړې او اوس د نړيوال معيار په 6 رويه 1700کلومیټره اوږدو سړكونو جوړولو كار كوي۔ كوم به چې ګوادر خنجراب او پېښور كراچۍ سره وتړي ۔ دې سره به مسافت كم شي او د هېواد په وروستو پاتې سيمو كښې به د خوشحالۍ نوې دور پېل شي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت په 5 كلنه موده كښې د برېښنا ٬ قدرتي ګاز ٬ پوهنتونونو او د بنيادي اډانې يو شمېر منصوبې ترسره كړې۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د منصوبې پرانسته وكړه او دعا ئې وغوښتله۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا ٬ د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي ٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړې آمنه سردار او د اېن اېچ اے چيئرمېن هم موجود وو










