د فاټا په ډول د نوؤ صوبو معاملې به هم د رايو قامي يووالي د لارې حل كولې شي۔ وزیراعظم شاھدخاقان عباسی

کوټ مټھن۔26 مئی(اے پی پی )وزیراعظم شاھدخاقان عباسی وئيلي دي موجوده حكومت چې څنګه د رايو قامي يووالي د لارې د فاټا مسئله حل كړې دغسې به د صوبو مسئله هم حل كړې شي۔ په كوټ مټھن كښې په اباسين د نوي جوړ شوي بېنظیر بھټو پُل پرانستې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل د صوبو معامله سيمه ايزه نه بلكې قامي معامله ده۔ د سوئيلي پنجاب صوبې ٬ بهاولپور صوبې او نورو صوبو معامله بايد په قامي كچه د رايو يو والي د لارې حل كړې شي۔ ه ووئيل مونږ كله د چا سپكاوې كړې نه دې او نه مو چا ته كنځل كړي دي۔ مونږ د اولس خذمت كوؤ او د اولسي مسئلو په هواري باور لرو۔ وزیراعظم ووئيل د سوئيلي پنجاب نعرې وهونكو 5 كاله په اسمبليو كښې خبره ولې نه كوله۔ ده ووئيل كومو كسانو چې وفادارۍ بدلې كړې دي اولس به ئې راروانو ټاكنو كښې مسترد كړي۔ ده ووئيل موجوده حكومت چې كوم كارونه كړي دي پخوانو حكومتونو نه دي كړې۔ نن لوډشېډنګ ختم كړې شوې۔ مونږ د برېښنا نوې منصوبې جوړې كړې او اوس په تھر كول منصوبې كار كوؤ۔ ده ووئيل حكومت پرېكړه كړې بيا اقتدار كښې راتلو څخه وروستو به هره ضلع كښې پوهنتون جوړولې شي۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف او اعلی وزير شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت اولس ته بلها اسانۍ وركړي دي۔ ده ووئيل راجن پور كښې مو د ګاز رسنې كار پېل كړې وو ولې الېكشن كمېشن زمونږ مخه ونيوله۔ ده ووئيل د 8 ارب روپو په لګښت جوړ شوي دې پل سره به د سيمې معاشي هلې ځلې تندې شي۔ دا پل موټروے سره هم تړلې شوې۔ ددې په سبب به راجن پور څخه تر كراچۍ د 7 ساعتونو لاره پاتې شي۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر رفيق رجوانه ٬ د پنجاب اسمبلۍ دوهم سپيكر شیرعلی ګورچانی او د نېشنل ھائی وے چیئرمېن هم خطاب وكړو۔