اسلام آباد ۔25مئی (اے پی پی) سېنېټ كښې د فاټا په حقله د بل ملاتړ كوونكو غړو وئيلي دي د قبائلي سيمو هلې ځلې د ډېرې مودې دي۔ د فاټا اولس ته خپل حقونه وركړے كېږي۔ هر جمهوريت خوښي كاركن د فاټا معاملې هواري له هڅې كړي دي۔ دا ورځ ډېره د خوشحالۍ ده۔ د اېف سي آر ختمول يو لوي كار دے۔ نن يوه تاريخي او د خوشحالۍ ورځ …
د قبائلي سيمو هلې ځلې د ډېرې مودې دي ۔ د فاټا اولس ته خپل حقونه وركړے كېږي۔ هر جمهوريت خوښي كاركن د فاټا معاملې هواري له هڅې كړي۔ دا ورځ ډېره د خوشحالۍ ده۔ د اېف سي آر ختمول يو لوي كار دے۔ نن يوه تاريخي او د خوشحالۍ ورځ ده۔ سېنېټ كښې د فاټا په حقله په بل د غړو د خيالاتو څرګندونې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔25مئی (اے پی پی) سېنېټ كښې د فاټا په حقله د بل ملاتړ كوونكو غړو وئيلي دي د قبائلي سيمو هلې ځلې د ډېرې مودې دي۔ د فاټا اولس ته خپل حقونه وركړے كېږي۔ هر جمهوريت خوښي كاركن د فاټا معاملې هواري له هڅې كړي دي۔ دا ورځ ډېره د خوشحالۍ ده۔ د اېف سي آر ختمول يو لوي كار دے۔ نن يوه تاريخي او د خوشحالۍ ورځ ده۔ د بل مخالفت كوؤنكو غړو ووئيل د فاټا اولس څخه رائې نه دي اخستلې شوې چې هغوي بېله صوبه غواړي يا په كے پي كے كښې ضم كېدل۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د بل وړاندې كېدو څخه وروستو د خيالاتو څرګندونې په مهال سناتور رضا رباني ووئيل قبائلي سيمو د ډېرې مودې نه هلې ځلې كړي دي ۔ د قبائلي سيمو اولس د ترهګرۍ په سوب بې كوره شوي۔ دوئي قربانۍ وركړې دي۔ د فاټا اصلاحات پېل محترمې بېنظير بھټو كړې او دې لپاره ئې كمېټي جوړه كړې وه۔ ذوالفقار علی بھټو شهید فاؤنډېشن هم دې لړ كښې ډېر كار كړې۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل زمونږ ګوند په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كړې۔ او زمونږ هڅو رنګ راوړې۔ سناتور محمد علي سېف ووئيل د فاټا خلقو له حقونه وركول د يو تاريخي هڅو نتيجه ده۔ سناتور سراج الحق ووئيل هر جمهوريت خوښي د فاټا معاملې له هڅې كړي۔ سناتور ستاره اياز ووئيل دا ورځ ډېره د خوشحالۍ ده۔ د اېف سي آر ختمول يو لوي ګام دے۔ سناتور مولانا عبد الغفور ووئيل د فاټا يو آئيني حېثيت وؤ كوم چې بدلولې شي۔۔ ده ووئيل د بېلې صوبې په صورت كښې به فاټا ته فائده زياته وه










