غړي خو يو اړخ ته وزيران هم ايوان كښې موجود نه دي۔ سوا د يو يا دوه وزيرانو نه باقي پاتې ټول موجود دي۔ يو نيم سل كاله پخواني نظام ختمولو له نور لس دقيقې انتظار ګران نه دے۔ د 31 م آئيني ترميم په معامله د غور كولو په اړه قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر او د وزيراعظم ترمينځھ مكالمه

اسلام آباد۔ 24 مئی(اے پی پی) قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ترمينځھ مكالمه وشوه۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په حقله په 31 م آئيني بدلون د غور كولو په اړه د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل غړي خو يو اړخ ته وزيران هم ايوان كښې موجود نه دي۔ حکومت لپاره …

اسلام آباد۔ 24 مئی(اے پی پی) قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ترمينځھ مكالمه وشوه۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په حقله په 31 م آئيني بدلون د غور كولو په اړه د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل غړي خو يو اړخ ته وزيران هم ايوان كښې موجود نه دي۔ حکومت لپاره د فاټا بل په لړ كښې درې كښې د دوه برخې اكثريت باوجود د شمېره پوره كول مشكل دي۔ ددې په ځواب كښې وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل دا بل د حكومت يا مخالفې ډلې نه بلكې د ټولو په شريكه دے۔ سوا د يو يا دوه وزيرانو نه باقي پاتې ټول موجود دي۔ يو نيم سل كاله پخواني نظام ختمولو له نور لس دقيقې انتظار ګران نه دے۔ وزيراعظم ووئيل كه شاه صاحب حكم وكړي نو ورته به د وزيرانو شمېره هم وړاندې كړم۔

مزید خبریں