د نعيم الحق دانيال عزيز په څپېړه وهل د پي ټي آئي كلچر دے چې بنياد ئې عمران خان اېښودلې۔ د یو اېن ډی پی راپور ترمخه كے پي كے جنوبي پنجاب څخه هم وروستو ده۔ عمران خان وئيلي وو 300 ډېمونه به جوړوو۔ هغه ډېمونه چرته دي۔ او چرته دي هغه ونې د كومو د لګولو چې ئې وئيلي وو۔ هغه برېښنا چرته ده د كومې د جوړولو چې ئې وئيلي وو۔ چرته دې هغه نوے پاكستان٬ چرته ده نوے كے پي كے ٬ پنجاب كښې د پرمختګ عمل ښودلو له مخالفينو ته بلنه وركوؤ۔ دمسلم ليګ (ن) مشر لارښود وزیراعظم محمد نواز شریف د احتساب عدالت څخه بهر ميډيا سره خبرې

اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) مشر لارښود او پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د پي ټي آئي لارښود نعیم الحق لخوا وفاقي وزير ته د څپېړې وركولو په پېښه خپل غبرګون ښودلو كښې وئيلي دا د پي ټي آئي كلچر دے چې بنياد ئې عمران خان اېښودلې۔ عمران خان چې كے پي كے كښې د ترقۍ كومې ادعاګانې كړې وې هغه پرمختګ چرته …

اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) مشر لارښود او پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د پي ټي آئي لارښود نعیم الحق لخوا وفاقي وزير ته د څپېړې وركولو په پېښه خپل غبرګون ښودلو كښې وئيلي دا د پي ټي آئي كلچر دے چې بنياد ئې عمران خان اېښودلې۔ عمران خان چې كے پي كے كښې د ترقۍ كومې ادعاګانې كړې وې هغه پرمختګ چرته تلې۔ د یو اېن ډی پی راپور ترمخه كے پي كے جنوبي پنجاب څخه هم وروستو ده۔ مونږ مخالفينو ته پنجاب كښې د پرمختګ عمل ښودلو له بلنه وركوؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه پخواني وزيراعظم د شورؤ په ورځ احتساب عدالت څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د نعيم الحق دانيال عزيز ته څپېړه وركول د پي ټي آئي كلچر دے ددې ذمه وار عمران خان دے چا چې ددې بنياد اېښودلې۔ ده ووئيل خېبر پختونخوا صوبه كښې د پرمختګ كومه د ذكر وړه كارنامه نشته۔ يوازې دروغ ٬ دھرنې ٬ تورونه او د امپائر ګوتې پسې ګډېدل دي۔ ده ووئيل نړۍ زما بيانيه قبلوي۔ “ووټ ته عزت وركړۍ” دا نعره د چشتياں جلسه كښې خلقو پخپله ولګولھ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان وئيلي وو 300 ډېمونه به جوړوو۔ هغه ډېمونه چرته دي۔ او چرته دي هغه ونې د كومو د لګولو چې ئې وئيلي وو۔ هغه برېښنا چرته ده د كومې د جوړولو چې ئې وئيلي وو۔ چرته دې هغه نوے پاكستان٬ چرته ده نوے كے پي كے ٬ پنجاب كښې د پرمختګ عمل ښودلو له مخالفينو ته بلنه وركوؤ۔ ده ووئيل راتلونكې ټاكنې به “ووټ ته عزت وركړۍ ” په بنياد كولې شي۔ ورځپاڼې او ټي وي چېنلې وېرولې شي دا خبره د افسوس وړ ده۔ او دا ټول څيزونه نوټ كېږي۔

مزید خبریں