د شنګهائي مرستې تنظيم د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد موثر فورم دے٬ دا تنظيم ټوله منطقه د پرمختګ او خوشحالې په لار د روانولو صلاحيت لري٬ پاكستان په سياسي اتفاق سره د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬ غړي هېوادونه د ترهګرې خاتمې لپاره د پاكستان د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ د خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د اېس سي او د قانوني پوهانو د غونډې پرانستې ناستې ته وېنا

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دي چې د شنګهائي مرستې تنظيم د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد موثر فورم دے٬ دا تنظيم ټوله منطقه د پرمختګ او خوشحالې په لار د روانولو صلاحيت لري٬ پاكستان په سياسي اتفاق سره د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد كاميابې ترلاسه كړې دي٬ غړي هېوادونه د ترهګرې خاتمې لپاره د پاكستان د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ …

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دي چې د شنګهائي مرستې تنظيم د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد موثر فورم دے٬ دا تنظيم ټوله منطقه د پرمختګ او خوشحالې په لار د روانولو صلاحيت لري٬ پاكستان په سياسي اتفاق سره د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد كاميابې ترلاسه كړې دي٬ غړي هېوادونه د ترهګرې خاتمې لپاره د پاكستان د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ هغې دا خبرې د شورو په ورځ د اېس سي او د قانوني پوهانو د غونډې پرانستې ناستې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ هغې ووئيل چې پاكستان د 200 مليونه صارفينو ماركيټ دے٬ پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو لپاره د شريك تجارت او مرستې پياوړې موقعې وركوي او هغوي د دې څخه استفاده كولې شي۔ خارجه سېكترې ووئيل چې پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سره تاريخي٬ دوستانه او تجارتي اړيكې لري۔ هغې ووئيل چې پاكستان ترهګرې او انتهاخوښې ته ماتې وركړې۔ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د زرګونو په شمېر پاكستاني وګړي شهيدان شوي او لوي معاشي زيان هم شوے خو سره د دې هم مونږ د ترهګرې مكمل خاتمې لپاره پوخ عزم لرو۔ هغې ووئيل چې پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سره د ترهګرې خاتمې لپاره په ګډه كار كول غواړي۔ پاكستان د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد د شنګهائي مرستې تنظيم د هڅو بشپړ ملاتړ كوي خو بايد د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور له مخې وي۔ هغې ووئيل چې په دې خبره نړيوال اتفاق موجود دے چې ترهګري كوم مذهب يا قوم سره نه شي تړل كېدے۔ مونږ باور لرو چې اېس سي او د ترهګرې او انتهاخوښې په ضد موثر فورم دے۔ په غونډه كښې د روسيې ٬ چين٬ ازبكستان٬ تاجكستان٬ كرغزستان او هند استازي ګډون كوي۔ په غونډه كښې د سيمه ايزې سلامتيا پشمول په نورو چارو خبرې وشوې۔ مېلمنو پلاوو غونډې لپاره په غوره انتظاماتو د پاكستان ستائنه وكړه۔

مزید خبریں