پاكستان په مثبت لوري روان شوې۔ مونږ له به استحكام ٬ امن او تسلسل په ځائې ساتلو سره د اقتصادي پرمختګ منزل ته رسېدل وي۔ نړۍ زمونږ كاميابو ته حېرانه ده او پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي۔ د خپل سوچ بدلولو او نوي لوظ لپاره ځان تيارولو ته اړتيا ده۔ نېشنل سنټر آف سائبر سکیورټی جوړول زما خوب وو كوم چې ريښتيا شو۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مو د ځپلي څخه تر فاتح كېدو سفر ترسره كړې۔ پاكستان د راتلونكي دور چېلنجونو مقابلې له د تيارولو په غرض آرټیفیشل انټېلیجنس سائبر سکیورټی او آټوبیشن او روبوټکس سنټر آف اېکسلېنس هم جوړولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ایئر پوهنتون كښې د پاکستان نېشنل سنټر فار سائبر سکېورټی پرانستې غونډې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 21 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحاتو او د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان په مثبت لوري روان شوې۔ مونږ له به استحكام ٬ امن او تسلسل په ځائې ساتلو سره د اقتصادي پرمختګ منزل ته رسېدل وي۔ نړۍ زمونږ كاميابو ته حېرانه او پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي۔ د خپل سوچ بدلولو او نوي لوظ …

اسلام آباد ۔ 21 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحاتو او د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان په مثبت لوري روان شوې۔ مونږ له به استحكام ٬ امن او تسلسل په ځائې ساتلو سره د اقتصادي پرمختګ منزل ته رسېدل وي۔ نړۍ زمونږ كاميابو ته حېرانه او پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي۔ د خپل سوچ بدلولو او نوي لوظ لپاره ځان تيارولو ته اړتيا ده۔ د نېشنل سنټر آف سائبر سکیورټی جوړول زما خوب وو كوم چې ريښتيا شو۔ د ګل په ورځ ایئر پوهنتون كښې د پاکستان نېشنل سنټر فار سائبر سکېورټی پرانستې غونډې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل ما لپاره د درناوي خبره ده چې زه نن د داسې سنټر پرانستې دستوره كښې ګډون كوم د كوم جوړېدل چې زما خوب وو۔ ده ووئيل په 6 مئي يو انتها خوښي زما د وژلو هڅه وكړه ولې د وژونكي نه بچ كوؤنكې زيات لوئے دے۔ ده ووئيل د بريد كوؤنكي يوه ګولۍ اوس هم زما وجود كښې ده كومه به چې ماته تل دا ياده وي چې ټولنې څخه به د كركې ختمول وي ولې چې كركې ټولنې خوري۔ ده ووئيل د انتها خوښۍ او ترهګرۍ په ضد جنګ ګټل زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ د پاكستان مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح د يو داسې هېواد لپاره هڅه كړې وه چرته چې ټول د رنګ ٬ نسل او ژبې فرق نه لرې د يوې كورنۍ په ډول ژوند وكړي۔ ده ووئيل كال 2013 ء كښې چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد كښې يو ځائې محفوظ نه وو۔ قام د ترهګرۍ په ضد د جنګ پرېكړه وكړه او خپل بشپړ عزم سره ئې د ترهګرو ملا ماته كړه۔ ولې ددوئي په ضد لا كار پاتې دے۔ ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د ځپلي څخه تر فاتح سفر ترسره كړې۔ ده ووئيل مونږ په نړۍ كښې يو غوره قام يو كوم چې په يو داسې وخت كښې خپل سفر پېل كړو چې سركاري دفترونو كښې ئې كرسۍ مېزونه نه لرل او د كاغذونو يو بل سره يو ځائې كولو له به كامن پنونو په ځائې د كيكر غنې كارولې شوې۔ نن مونږ د نړۍ 7 م 8م اتومي قوت يو۔ ده ووئيل د آزادۍ په وخت پاكستان كښې كومه كارخانه نه وه او هند كښې سټيل مل موجود وو۔ ولې نن پاكستان كښې د چينو كارخانو ٬ سيمنټ پلانټس او د ګاډو جوړولو پلانټ سره سره د جے اېف 17 تھنډر جوړولو صلاحيت شته۔ ده ووئيل دې سره سره مونږ له به په دې هم غور كول وي چې د نړۍ ځينې هېوادونه چې مونږ څخه وروستو وو ولې مونږ څخه وړاندې تلي دي۔ ده ووئيل د چين سړي سر آمدن مونږ څخه كم وو ولې هغه نن زمونږ څخه زيات دے۔ د بنګله دیش د غېر ملکی زرمبادلې پنګې 33 ارب ډالر ته رسېدلي دي او زمونږ 18 ارب ډالر دي۔ بنګله دېش مونږ نه ډېر وروستو وو۔ ده ووئيل 20 مه پېړۍ د نظرياتو او 21 مه پېړۍ د اقتصادياتو پېړۍ ده۔ د قام دفاع يوازې په ټېنكونو ٬ توپو او توغندو نه كېږي كه داسې وې نو روسيه به نه ماتېده۔ د كمزوري معيشت په سوب روسيه ختمه شوه۔ ده ووئيل كال 2013ء كښی پاكستان كښې چا د 10 ډالرو سرمايه كاري نه كوله۔ لوډشېډنګ 20، 20 ساعته كېدو۔ په داسې حالاتو كښې چين پاكستان كښی سرمايه كارۍ كول پېل كړل۔ زمونږ امنيتي ادارو د ترهګرۍ ختمولو عزم وكړو او آپریشن ضرب عضب او رد الفساد مو په خپل بجټ وكړو۔ دا ځكه ممكن شوه چې ټېكس محاصل دوه كھربه څخه زياتولو سره 4 كھرب كړې شول۔ كه دا وسائل نه وو نو امريكا څخه به مو خېر غوښتلې۔ ده ووئيل يو وخت وو تحقيق ٬ تفكر او تدبر د مسلمانانو خاصا وه او دوئي د علم انقلاب بنياد اېښودلې وو۔ ده ووئيل حكومت په نوې څانګو كښې د سېنټر آف اېکسيلېنسز بنياد اېښودلې۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې د سېنټر آف میتھیمیټیکل سائنسز بنیاد پیاس كښې اېښودلې شوې وو۔ آرټیفیشل انټېلیجنس سائبر سکیورټی او آټوبیشن او روبوټکس سنټر آف اېکسلېنس هم جوړولې شي دغسې چې پاكستان د راتلونكي دور غوښتنو او چېلنجونو مقابلې له تيار كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د ډيجيټل اكانومي ويژن مونږ وركړې۔ په كال 2010ء كښې لېپ ټاپ سكيم پېل كړې شو نو دا وئيلې كېدل چې دا سياسي رشوت وركولې شي۔ حال دا كه داسې وې نو بيا به د خپل ګوند زلمو ته وركړې شوې وو۔ ده ووئيل مونږ د ټېكنالوجۍ څانګې ته خاص پاملرنه كړې دغسې جې زلمي دې څانګو كښې مهارت پېدا كولو سره د علم د لارې مسلمانانو ته يو ځل بيا هغه پخوانې مقام وركړي او د علم په مېدان كښې دهېواد او اولس نامه روښانه كړي۔ دې څخه وړاندې د ایئر پوهنتون چانسلر ایئر وائس مارشل فائز امیر وفاقي وزير ته سره د ژوبل كېدو دستوره كښې په ګډون كولو هركلې ووې۔ ده ووئيل د پاكستان 22.2 فیصد آبادی انټرنېټ كاروي۔ ده ووئيل يوازې موبائل فون نه بلكې نن د نړۍ ډېرې چارې سائبر سسټم سره چليږي او سائبر په دنيا كښې نوې نوې ايجادونه كېږي۔ ده ووئيل مونږ له به خپل سسټم او سائبر سپېس محفوظ جوړول وي۔ وروستو داخله وزير د سنټر پرانسته وكړه او په دې لړ كښې غوره خذماتو ترسره كوؤنكو ته ئې شيلډز هم وركړل

مزید خبریں