قومي وېمن سافټ بال چېمپئن شپ به د مئي په 4مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان سافټ بال فېډرېشن تر سيوري لاندې 14م قومي وېمن سافټ بال چېمپئن شپ به د مئي په 4مه نېټه په كراچې كښې پېل كېږي۔ په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه اووه لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې د پاكستان آرمي٬ پاكستان پوليس٬ پنجاب٬ سندھ٬ خېبر پښتونخوا٬ بلوچستان او اسلام آباد لوبډلې شاملې دي۔ دا چېمپئن شپ به د مئي تر 6مه نېټه دوام ولري۔