هېواد كښې چې كله هم د محمد نواز شریف حكومت راغلې پاكستان كښې د تعمیر او پرمختګ نوې ریكارډ جوړ شوې ٬ د پاكستان اتومي پروګرام ٬ وړومبنې موټر وے٬پاك چین اقتصادی راهداری٬ د 11 زره میګاواټ برېښنا پیداوار پشمول د اولسي سوكالۍ لپاره نورې لوئې پروژې د محمد نواز شریف د كاميابۍ ښكاره ثبوت دے

APP97-18 ISLAMABAD: April 18 – Ms. Marriyum Aurangzeb, Minister of State for IBNH&LH addressing Jalsa of Air League at Benazir International Air Port. APP

اسلام آباد 18 اپریل(اے پی پی ) د اطلاعات٬ خپرونو ٬قامی تاریخ او ادبی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي هېواد كښې چې كله هم د محمد نواز شریف حكومت راغلې پاكستان كښې د تعمیر او پرمختګ نوې ریكارډ جوړ شوې ٬ د پاكستان اتومي پروګرام ٬ وړومبنې موټر وے٬پاك چین اقتصادی راهداری٬ 11 زره میګاواټ برېښنا پیداوار پشمول د اولسي سوكالۍ لپاره نورې لوئې لوئې پروژې د محمد نواز شریف د كاميابۍ ښكاره ثبوت دے٬ دا مهال د چترال پشمول هر ځائې د برېښنا لوډ شیډنګ نه كېږي چرته چې د برېښنا غلا نه كېږي او صارفين د برېښنا بل وركوي٬محمد نواز شریف 2013 كښې د ګوند په منشور كښې چې كوم لوظونه كړې وؤ هغه ئې ټول تر سره كړل ٬ اوس محمد نواز شریف ووټ له عزت وركړې علم پورته كړې٬اولس ووټ له عزت وركړې په موقف د محمد نواز شریف سره ولاړ دے٬ ټول سياسي ګوندونه زمونږ په ضد متحد دي خو چې د چا نیت پاك وي او د لوے څښتن فضل او كرم وي څوك هم مونږ ته زيان نشي رسولې٬ د پاكستان مسلم لیګ ن په دور كښې تل بهرنۍ سرمایه كاری زياته شوي٬ د آمریت په دور كښې بهرنۍ سرمايه كاري نه ده شوې ٬ د پیپلز ګوند په دور كښې د زرداری د حكومت لاسونه د نورو په جيبونو كښې وؤ۔ دې د شورو په ورځ په بينظیر بھټو انټر نېشنل هوائي ميدان د ایئر لیګ جلسې ته خطاب كولو۔ مریم اورنګزیب ووئيل ایئر لیګ جلسه كښې د ګڼ شمير ميرمنو په ليدلو زياته خوشحاله شوې يم ۔ د لوے څښتن په فضل او كرم سره به په ښه ډول ټاكنې وشي۔ دې ووئيل د ایئر لیګ صدر عثمان يو بهادر او بې باكه قیادت دے ٬ هغه د قائد محمد نواز شریف ووټ له عزت وركړئ تحریك كښې هغه سره ولاړ دے او هغه هم باور لري بايد ووټ له عزت وركړې شي۔ دې ووئيل بايد ټاكنو كښې د جذباتو په ځائې د زغم څرګندونه وكړې شي څوك چې د اولس د نمائندګۍ حق لري هغه به بريالې كېږي۔مريم اورنګزېب ووئيل ټول پاكستان وائي چې پاكستان اتومي قوت محمد نواز شریف جوړ كړې ٬تاریخی پس منظر كښې وړومبنې موټر وے هم د نواز شريف كارنامه ده ٬ كه د 1990 لسيزه كښې موټر وے نه ؤه جوړ شوې نو نن به پاك چین اقتصادی راهدارۍ (سی پیك) څنګه د روډ نیټ ورك سره تړلې كيدلې۔ د اطلاعات دوهمې وزيرې ووئيل 2013 كښې د پاكستان مسلم لیګ ن حكومت جوړ شو نو محمد نواز شریف په دريم ځل وزیراعظم وټاكلې شو ۔دې ووئيل څلور نيمه كاله كښې د محمد نواز شریف په مشرۍ كښې هېواد كښې 11زره میګا واټ برېښنا سسټم كښې شامله كړې شوه ۔ دې ووئيل دا مهال د چترال پشمول هر ځائې د برېښنا لوډ شیډنګ نه كېږي چرته چې د برېښنا غلا نه كېږي او صارفين د برېښنا بل وركوي٬محمد نواز شریف 2013 كښې د ګوند په منشور كښې چې كوم لوظونه كړې وؤ هغه ئې ټول تر سره كړل او اوس محمد نواز شریف ووټ له عزت وركړې علم پورته كړې٬ دې ووئېل اولس ووټ له عزت وركړې په موقف د محمد نواز شریف سره ولاړ دے٬۔دې ووئيل فاطمه جناح تل د قائداعظم سره وه٬ مريم اورنګزېب ووئېل مونږ له به هم ميرمنو له خپل مقام وركول وي ٬ هغه هېواد پرمختګ نشي كولې چرته چې د ميرمنو كردار نه وي۔