په ځان باور او مثبت فكر كاميابۍ له ضروري دے

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير په ځان باور او مثبت فكر كاميابۍ له ضروري ګرځولې دې ٬ د وژن 2025 له مخې پاكستان د نړۍ په وړومبنو 25 معيشتونو كښې د شاملولو هڅې كوٶ۔ ده دا خبرې د بزنس مېنجمنټ شپږم نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل نړيواله ميديا پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي٬ د كال 2016 پاكستان د 2013 د پاكستان نه ښه دے۔ ده ووئيل دا د ايجادات وخت دے كوم چې د وخت سره سره بدلېږي٬ بائد پرمختګ لپاره نوې ايجاداتو سره مطابقت وساتلې شي۔ ده ووئيل وخت راغلے چې د منفي فكر ځائ مثبت فكر ونيسي٬ ټوله نړۍ تسلموي چې پاكستان د پرمختګ په لور روان دے ده ووئېبل پرمختګ پاره سياسي ټيكاٶ او امن ضرورې دے۔ ده ووئيل د سي پيك په صورت پاكستان ته د پرمختګ ښه موقع په لاس ورغلې چې له مخې ئې د توان په اړه ډبره سرمايه كاري روانه ده۔۔(وا/ض ض/ګ ل/1800)