په پاكستان كښې د كېنسر زياتېدونكې شرخ د اندېښنې وړ ده٬ د كېنسر علاج لپاره ارزانې اسانيې وركول د حكومت ذمه واري ده

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د پرمختګ او منصوبه بندې وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په پاكستان كښې د كېنسر زياتېدونكې شرخ د اندېښنې وړ ده٬ د كېنسر علاج لپاره ارزانې اسانيې وركول د حكومت ذمه واري ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په پېمز كښې د برېسټ كېنسر سنټر د پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ احسن اقبال ووئيل چې د پېمز روغتون په شان به په كشمير٬ خېبر پښتونخوا او فاټا كښې هم دا ډول اسانيې وركولې شي۔ ده ووئيل چې په اسيا كښې په پاكستان كښې په مېرمنو كښې د برېسټ كېنسر شرخ تر ټولو زياته ده كومه چې افسوس ناكه خبره ده۔ ده ووئيل چې په پېمز كښې جوړ كړے شوے دا سنټر په پاكستان كښې يو ځانګړې مركز دے چرته به چې د كېنسر د رنځورانو علاج كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت د كېنسر مخ نيوي لپاره اقدامات كوي