
اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې د ټاكنو ضابطه اخلاقو ته حتمي شكل وركولو لپاره به يوه بله غونډه كولې شي۔ د الېكشن كميسون لخوا جوړه كړې شوې د ټاكنو ضابطه اخلاق كښې جلسې٬جلوسونو او د لاريونونو پھ بندېز سياسي ګوندونو د خپلو خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې۔ رائې وركونكو ته ټرانسپورټ نه وركولو په شق ټول سياسي ګوندونه متفق دي۔ په الېكشن كمېشن كښې د ټاكنو د ضابطه اخلاق پھ اړه په غونډه كښې د ګډون كولو پھ موقع خبريالانو سره په خبرو كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل چې د ټاكنو په ضابطه اخلاق د بېلا بېلو ګوندونو لخوا رايې وركولې شي۔ سياسي ګوندونو د ټاكنو كمپائن پھ مهال د كانديدانو لخوا د اخراجاتو حد زياتولو تجويز وركړے۔ د ټاكنو ضابطه اخلاقو ته حتمي شكل وركولو لپاره به يوه بله غونډه كولې شي۔ ده ووئيل چې پھ ضابطه اخلاق حتمي رائې وركولو به لپاره خپل مشرتابه سره خبره كوو۔ پھ جلسه٬جلوسونو او لاريونونو د بندېز په شق د سياسي ګوندونو تحفظات دي