
اسلام آباد ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف وئېلې دي پاکستان غريبۍ كمولو له د سيمه ايز اتحاد د لارې اقتصادي مرسته زياتولو له عزم لري٬ سيمه ايز اتحاد٬ امن٬ استحكام او پياوړی اقتصادي پرمختګ له “كارېك” فورم خوشبينه دے۔ پاکستان اقتصادي استحکام ترلاسه كړے٬ د سي پيك منصوبې له مخې د توان٬ ټرانسپورټ او انفرانسټركچر په پروژو كار روان دے۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د منځينۍ آسيا سيمې ايزې اقتصادي مرستې 15 مې وزارتي غونډې دستورې ته خطاب كولو۔ وزیراعظم ووئيل كاريك يو مهم پروګرام دے كوم چې د فزیکل نېټ ورك ‘ بنیادی اډانې ‘ امن ‘ استحکام او اقتصادی پرمختګ په څانګو كښې د سيمه ايزو هېوادونو ډاډګيرنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل كاريك د غړو هېوادونو ترمينځھ د تجارتې اسانيو په بنياد پخپلو پالېسو غريبۍ كمولو له يو مهم فورم دے۔ ده كاريك كښې د ګډون كوؤنكو استازو هركلي كولو سره باور څرګند كړو چې دې سره به د سيمه ايز پرمختګ او سوكالۍ خوب ريښتيا كېدو له مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم محمد نوازشریف ووئيل پاکستان 2010ء كښې د كاريك غړے جوړ شوے او د غوره پرمختګ لپاره ضروري پروژو كښې اسانيو لپاره فعاله كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم د هېواد اقتصادي وضعې ښه والي ذكر كولو سره د حكومت په اقتصادي اصلاحاتو او معاشي كاميابيو رڼا واچوله۔ ده ووئيل پاكستان تجارتي منډيانو خپل نړيوال معيار له كار كوي۔ نواز شريف د كاريك لخوا د سيمه ايز پرمختګ پروژو له د 29 اربه دالر وركولو ستائلو سره هيله ولرله چې د راروانو 10 كلونو په مهال به د كاريك منځنۍ مودې جائزه د تېز رفتاره اقتصادي مرستې لپاره يوه موخه ثابت شي۔ ده ووئيل د سوئيلي آسيا او منځنۍ آسيا ترمينځه رابطې له كاريك د بنيادي سهولت كار حېثيت لري۔ وزیراعظم ووئېل نن لوي چېلنجونو سره مخ يو ولې بياهم مونږ د دغې د مقابلې كولو صلاحيت لرو۔ ده ووئيل پاكستان استحام ترلاسه كړې۔ او د سي پېك ترمخه د توان ٬ ټرانسپورټ او انفراسټركچر په منصوبو په تندۍ سره كار ر وان دے۔ پاكستان په شمول كاريك هېوادونه به د سي پېك ګټې څخه استفاده وكړي۔ په دې م مهال دستورې ته وفاقي وزير اسحاق ډر او د آسياسي پرمختيائي بانك صدر تاکی هيكو نکاؤ هم خطاب وكړو۔