د غېر رجسټرډ افغان كډوالو د قيام موده به د نومبر په 15مه نېټه ختم شي

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د غېر رجسټرډ افغان كډوالو د قيام موده به د نومبر په 15مه نېټه ختم شي۔ د سېفران وزارت چارواكو له مخې حكومت په ټول هېواد كښې د رجسټرډ افغان كډوالو د قيام موده د كال 2017م د مارچ 31مه نېټه ټاكلې ده او د غېر رجسټرډ افغان كډوالو د قيام موده سږ كال په 2016م كښې د نومبر په 15مه نېټه پاې ته رسي۔ د چارواكو له مخې د هېواد څخه د رجسټرډ او غېر رجسټرډ افغان كډوالو د ستنېدو لړې روانه ده او تر اوسه كم او زيات 5 لكه افغان كډوال هېواد ته ستانه شوي دي۔ په دوي كښې دوه لكه لس زره غېر رجسټړډ افغان كډوال شامل دي