په كوهستان كښې د دوه ډلو ترمېنځه په ډزو كښې 4 كسان مړه او يو ژوبل شوے

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) په كوهستان كښې د دوه ډلو ترمېنځه په ډزو كښې 4 كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د كوهستان تحصيل په پالس سيمه كښې د ملك حېدر او سرئي د كورنيو ترمېنځه د تكرار نه پس د دواړو ډلو ترمېنځه په ډزو كښې 4 كسان مړه شوي دي او يو بل كس ژوبل شوے دے۔ د پوليسو له مخې د دواړو كورنيو ترمېنځه د پخوا نه دښمي روانه ده۔ د پېښې مقدمه درج كولو سره پوليسو پلټنې پېل كړې دي