وزیر اعظم نواز شریف د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف او چوهدری نثار علی خان سره د كوئټې سنډیمن سول روغتون ته لاړ

APP96-25 QUETTA: October 25 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and Chief of Army Staff General Raheel Sharif inquiring about health of cadets at Civil Hospital who sustain injuries in terrorists attack on Police Training Center. APP photo by Mohsin Naseer

کوئټه 25 اکتوبر (اے پی پی) وزیر اعظم نواز شریف د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف او چوهدری نثار علی خان سره د نهې په ورځ كوئټې سنډیمن سول روغتون ته تللے او هلته ئې د پولیس ټریننګ سنټر د ترهه ګرۍ بريد كښې د ژوبل شوو کیډټس تپوس پوښتنه كړې ده ۔ وزیر اعظم نواز شریف په دې مهال اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ژوبل كسانو له ښې طبي اسانۍ وركړئ او د دوي ټول خرڅ به حکومت پورته کوي۔ سرجیکل او آرتھوپیډك وارډز تږ په مهال وزیراعظم د ټولو پولیس کیډټس تپوس پوښتنه وكړه كوم چې د ګل په شپه ټریننګ سنټر كښې ځانمرګي بريد كښې ژوبل شوې وو۔ وزیر اعظم سره سرلښكر جنرال راحیل شریف،وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان، د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی، د بلوچستان وزیر اعلی نواب ثنا اللہ خان زهری، د قامی سلامتيا سلاحكار لیفټننټ جنرال (ر)ناصر خان جنجوعه ، کامنډر ساوتھرن کمانډ لیفټننټ جنرال عامر ریاض،صوبائی وزیر میر سرفراز بګټي ،د بلوچستان چیف سیکتر سیف اللہ چھټه ، د بلوچستان د ايف سي آئی جی میجر جنرل شیر افګن او د بلوچستان آئی جی پی احسن محبوب هم ملګري وو۔وزیر اعظم او سرلښكر بريد كښې د ژوبل شوو يو يو کیډټ تپوس پوښتنه وكړه۔ پروفېسر ډاکټر مسعود قاضی او پروفېسر ډاکټر حمید اللہ خان پانیزئی وزیر اعظم او سرلښكر ته د ژوبل كسانو د صحت په اړه بریفنګ وركړو