ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې فاټا كښې امن راغلې

APP71-25 PESHAWAR: October 25 - Governor Khyber Pakhtunkhwa, Engr. Iqbal Zafar Jhagra in a group photo with the participants of 22nd Mid - Career Management Course at Governor House. APP

پېښور 25 اکتوبر(اے پی پی ) د خېبرپښتونخوا ګورنر انجینئر اقبال ظفر جھګړا وئيلي دي ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې فاټا كښې امن راغلې ٬د كډوالو عزت سره ستنيدو به تر روان كال آخر بشپړه شي ، د اصلاحاتو په نتيجه كښې زياتره كسان فاټا صوبه كښې د ضم کولو مرسته کوې۔ فاټا او خېبرپښتونخوا اولس د يو ډول كلتور ، معاشی او سماجی تعلق پھ سوب دا پريكړه به نه يواځې د فاټا اولس بلكې ټولې سيمې لپاره ګټه وره وي او پھ سيمه به ښه اغيز مرتب شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د پېښور ګورنر هاؤس كښې 22م مډکیرئر منیجمنټ کورس ګډون كونكو ته خپل خطاب کښې وكړه ۔ د فاټا دوهم چیف سیکتر فدا وزیر هم په دې مهال موجود ؤ ۔ په دې موقع ګډون كوونكو ته د فاټا په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې شو ۔ ګډون كوونكو د بيلو پوښتنو جواب كښې ګورنر ووئيل فاټا كښې د اصلاحاتو لپاره وزیراعظم محمد نوازشریف په سپارښتنه د فاټا ټولو ایجنسیو كښې د بيلو فکر څخه تعلق لرونكو سره ملاقاتونه كړي او د هغوي د رايو جاج اخستې شوي چې پكښې زياتره كسانو فاټا په صوبه كښې د ضم کولو مرسته كړې ۔ د سی پیك په اړه ګورنر ووئيل چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ څخه به فاټا ته هم ګټه ورسي كومه چې د افغانستان او مينځني اسياﺀ سره د تجارت يواځنۍ لاره ده۔