
اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان وئيلي دي وړاندې به ترهه ګرو د هېواد دننه څخه بريدونه كول ‘ اوس د پولې پورې غاړه څخه کارروائی کوي ‘ مونږ له به هر وخت چمتو پاتې اوسېدل وي ‘ د ترهه ګرو ثبوت د پولې پورې غاړه څخه ترلاسه كېږي۔ كه امنيت كښې كومه بې غوري شوې وي نو بايد د ذمه وارو په ضد کارروائی وكړې شي ۔ د نهې په ورځ نېشنل پولیس اکیډمی كښې د اے اېس پیز پاسنګ آؤټ دستورې ته او ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده پاس آؤټ شوو اے اېس پیز له مبارکي وركولو سره ووئيل زه پھ دې خوشحاله يم چې د پاس آؤټ شوو پولیس افسرانو د ژوند په مهمه ورځ زه هغوي سره ولاړ يم ٬ده ووئېل خو بل پلو نن د ټولو پاکستانیانو لپاره د خفګان او دډد ورځ ده ځكه چې په کوئټه كښې يوه ناوړه پېښه رامخې ته شوي چې په نتيجه كښې قيمتي زيان شوے او د کوئټې اولس يو پلو د شهيدانو مړي پورته كوي او بل پلو د ژوبل كسانو خدمت كوي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د ترهه ګرو كار په زيست روزګار كښې خنډان راولاړول دي ځكه ما غم او دړډ يو پلو كړو او دې پروګرام له راغلم او د دستورې نه پس به کوئټې ته زم ۔ ده پاس آؤټ شوو افسرانو ته ووئيل نن ستاسو عملي ژوند پېل كيږي ۔ دا موقع يو پلو ستاسو لپاره د مبارکۍ ده خو بل پلو ستاسو لوئې ذمه وارۍ هم ده چې په سباؤن كښې تاسو كومې هم پريكړې كوي د هغې اغيز به په ټوله صوبه او هيواد پريوځي۔ده ووئيل انصاف خو ټول كوي او د انصاف په نامه ګوندونه هم جوړ شوي خو انصاف نه ښكاري ۔ ده پاس آؤټ شوو افسرانو ته ووئيل لوے څښتن تاسو له په نړۍ كښې د نام پيدا كولو او آخرت ښه كولو موقع دركړې ۔ ده ووئېل ستاسو په پريكړو وګړي په سولۍ كېږي هم او بچ كيږي ٬ځكه د لوے څښتن ته د محشر په ورځ د وړاندې كيدو په احساس خپل فرائض ترسره كړئ ۔ تل انصاف او رښتيا خپل شعار وګرځوئ ۔ ده ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه په خپلو قربانیو يو نوې تاريخ جوړ كړې د كومې اعتراف چې ټوله نړۍ كوي ۔ ده ووئيل زمونږ د ځواكونو د قربانیو په سوب دښمن په تېښته دے ‘ دښمن کمزورې شوے خو پشپ ختم شوے نه دے ۔ ده ووئيل كله چې مونږ حکومت تر لاسه كړو نو د ورځې به 4 ٬ 5 چاؤدنې كيدې اوس څو اوونۍ پس داسې پېښې كېږي ۔ده ووئېل کوئټه كښې تيره ورځ رامخې ته شوي پېښې زمونږ د پولیس او استخباراتي څانګو خواري ضائع کړي ۔ مونږ له به هر وخت چمتو پاتې كيدل وي ‘ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان دے او دا به روان وي ۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل زه په دې ډير خوشحاله يم چې د بلوچستان 8 افسران او 2 ميرمني هم پاس آؤټ كښې شاملې دي۔ ده ووئيل پكار ده چې د وړو صوبو او پھ خاص توګه بلوچستان څخه زيات آفسران راشي ۔ د كورنيو چارو وزير د يو اے ایس پی په خاص توګه ذکر وكړو كوم چې د اے اېس آئی څخه اے اېس پی جوړ شوے او اعزاز ئې هم ترلاسه كړې۔ ده ووئيل دا نه يواځې د هغه يا د هغه د كورنۍ لپاره بلكې زمونږ د ټولو لپاره د وياړ خبره ده ۔ د كورنيو چارو وزير د هغه ټولو غیر ملکیانو ميلمنو او ادارو هم مننه وكړه كوم چې د امنيتي ادارو سره مرسته كوي ۔ په دې مهال ميډيا سره پھ خپلو خبرو كښې د كورنيو چارو وزير د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه په امنيت کمپرومائز كېږي او لا پرواهي كېږي نو ذمه وارو له به چوكۍ پرېښودل وي او بايد د هغوي په ضد کارروائی وكړې شي ۔ دې نه وړاندې د كورنيو چارو وزير د پریډ معائنه وكړه او پاس آؤټ شوي افسرانو له ئې اعزازات وركړه۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/1700)