د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف کوئټې ته ورسېد

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د نهې په ورځ د پوليس ټرېننګ سنټر دوره كړې او د ترهه ګرو په ضد عملياتو كښې برخه اخستونكو د پوليس ٬ پوځ او اېف سي افسرانو او ځوانانو سره ئې ملاقات كړې دے ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې سرلښكر ګڼ شمېر كسان د لا زيان نه بچ كولو لپاره د امنيتي ځواكونو د لوړو حوصلو ٬ مړانې او د عزم ستائنه وكړه۔ د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال رضوان اختر او د ملټري انټېلي جنس ډائرېكټر جنرل هم په دې موقع سر لښكر سره وو