په سړكونو د اړې ګړې او فساد راجوونكې سياست به د ټولو جمهوري قواٶ سره په ګډه مقابله كوٶ

APP39-24 KARACHI: October 24 - Senator Pervaiz Rashid, Federal Minister for IB&NH talking to media after presenting a cheque of rupees 10 million on behalf of Government of Pakistan to the brother of Shaheed Qawwal Amjad Sabri at his residence in Liaquatabad. APP

کراچۍ 24 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي عمران خان د نادر شاهي سیاست كوي ٬ په سړكونو اړي ګړي ٬فتنه او د فساد سياست به د ټولو جمهوري قواٶ سره په ګډه مقابله كوٶ٬ د دھرنې سياست كوٶنكي د پاكستان پرمختګ ليدل نه غواړي٬ د عدالتي نوټس نه پس د دهرنې هېڅ جواز نه پاتې كېږي٬ كه عمران خان په ستره محكمه باور لري نو د عدالتي پرېكړې دې انتظار وكړي٬ د سركار په كار كښې كه مداخلت وكړې شو نو قانون به په حركت كښې راځي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د نوموړي قوال امجد صابري په استوګنه كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړې۔ سناتور پروېز رشيد ووئيل سترې محكمې د عمران خان پشمول ټولو ډلو ته نوټس جاري كړې ٬ وزیراعظم د عدالتي نوټس هركلے كړې٬ عدالت ته به ځو دغسې چې د عمران خان دروغ بې نقابه كړې شو۔ ده ووئيل پخوا په سړكونو پرېكړو هېواد ته زيان رسولې ۔د يو پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د متنازعه خبرد معاملې پلټنې روانې دي چې پلټنې بشپړ شي نو راپور به ميډيا ته وړاندې كولې شي ۔ ده ووئيل حكومت ته ګوته نيوٶنكو كښې عمران خان او اعتزاز احسن شامل دي او دواړه چې د كومې غونډې خبرې كوي په ھغې كښې د دواړو ګوندونو اعلٰې وزيران موجود وو٬ بيا زلې ګوتې يوازې مونږ ته پورته كېږي؟ ده ووئيل پاکستان كښې د اكتوبر مياشت د محلاتي سازشونو مياشت پاتې ده او دې سازش ښكار وړومبې لياقت علي خان ګرځېدلې ٬ ده ووئېل د اكتوبر په 7مه نيټه 1999 كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف په ضد سازش شوے ؤ ٬ په پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بھټو اکتوبر 2007 كښې قاتلانه بريد شوے ؤ ۔د امجد صابري د قاتلانو نيولو د پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې لړ كښې د پېشرفت پحقله د سندھ حكومت ښه ځواب وركولې شي ٬ پخوا هم كراچۍ كښې د لويو جرمونو ككړ كسان نيولي شوي ۔ ده ووئيل ارواښاد امجد صابري په نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې٬ د امجد صابري د بچو پالنه به حكومت بيا لپاره هم كوي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير پروېز رشيد د نوموړي قوال امجد صابري كورودانې سره ملاقات وكړو او د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا اعلان كړې شوې د يو كروړ روپو مرستې چېك ئې ھغې ته وركړو۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2148)