د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د زيګر پېوند كولو يونټ څارنه وكړه

APP84-24 RAWALPINDI: October 24 – Chief of Army Staff General Raheel Sharif inquiring about the patient during his visit the Army Liver Transplant Unit (ALTU). APP

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د پاك پوځ د زيګر پېوند كولو ادارې (ليور ټرانسپلانټ يونټ) دوره كړې ده ۔ د آئي اېس پي آر له مخې سر لښكر جنرال راحيل شريف ته په ليور ټرانسپلانټ يونټ كښې د وركړے كېدونكو آسانيو پحقله تفيصلي بريفنګ وركړے شوے۔ سرلښكر د څانګې د بېلا بېلو برخو څارنه وكړه او رنځورانو سره ئې ملاقات هم وكړو۔ سر لښكر جنرال راحيل شريف په ليور ټرانسپلانټ يونټ كښې د وركړے كېدونكو آسانيو او د رنځورانو ښه درملنې له د پوهه ډاكټرانو او پېرامېډيكل سټاف د مينې او عزم ستائنه وكړه۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې آرمي ليور ټرانسپلانټ يونټ د وسله والو ځواكونو معرفي كېدونكې وړومبنې او د پاكستان درېم پروګرام دے ٬ دې يونټ تر اوسه د يونيورستي هسپټل برمنګهم په مرسته 260 كاميابه ټرانسپلانټ كړې ۔ دې څخه وړاندې چې د پوځ سرلښكر اے اېل ټي ته اورسېد نو لېفټېننټ جنرال انور علي حېدر د ده هركلے وكړو ۔ اے جي پي مېجر جنرال طارق حسېن او د ملټري روغتون كمانډنټ هم په دې موقع موجود ؤ