خارجه سیکتر اعزاز احمد چوهدری په ورکنګ باؤنډری د هندي ډزو سخته غندنه كړې

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) خارجه سیکتر اعزاز احمد چوهدری په ورکنګ باؤنډری د هندي ډزو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې بايد هند د دوه اړخيزه شخړو حل له د حقیقت خوښې رویه خپله كړي۔د ګل په ورځ په قائداعظم پوهنتون كښې د کتاب مخ كتنې دستورې په مهال ميډيا سره په خپلو خبرو كښی ده ووئيل چې پاکستان هند سره د 2003ء د جنګ بندۍ لوظنامې احترام کوي او چرې هم پاكستان په ډزو كولو كښې وړاندې والې نه دې كړے۔ ده ووئيل پاکستان د هند د اړخه د ډزو د اوسنيو پېښو په حقله په سفارتی كچه خپل احتجاج ریکارډ كړے ، پاکستان هيله لري چې ملټری آبزرور ډله به د ډزو په حقله د اوسنيو پېښو په اړه خپل راپور هيډ کوارټرز كښې زر تر زره جمع کړي۔ خارجه سيكتر ووئيل کشمیر د پاکستان په ایجنډه موجود دے او پاکستان به په دې معامله خپل حمایت روان ساتي۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو څخه هيله لري چې د سلامتی کونسل د قراردادونو له مخې به د کشمیر شخړې حل له خپل کردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې د امن عمل حمایت کوي۔ خبرو اترو له د طالبانو د پلاوي د پاکستان اوسنۍ دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه سيكتر ووئيل په دې اړه هيڅ معلومات نه لرم۔ د دې نه وړاندې ګډون كونكو ته په خپل خطاب کښې خارجه سيكتر ووئيل چې د قائداعظم پوهنتون لخوا د ملګرو ملتونو په اړه د بنیادی حقائق په حقله د کتاب به په اردو كښې اشاعت سره عام وګړو ته د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال امن او سلامتیا په اړه د هغې کردار په حقله معلوماتو كښې مرسته وكړي۔ ده نړيوال امن له د ملګرو ملتونو کردار او په دې اړه ترلاسه شوي اهداف او اقدامات رامخې ته كړل۔