
کراچۍ 24 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سناتور پرویز رشید وئيلي دي مونږ ټول به په ګډه پاکستان امناكه او سوكاله هيواد جوړوو ، پاکستانے اولس پراخه زړونه لرې او فلاحی ادارو له د زړه نه عطیات وركوي ، بايد د عطیات وركولو په لړ كښې د احتیاط نه كار واخستلې شي او هغه ادارو له عطیات وركړې شي كومې چې رڼا او مينه خپروي ، هغه ادارو له دې عطیات ورنه كړې شي كومې چې تيارې او كركې خپروي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ’’پولیو نړيوالې ورځې ‘‘ په موقع پاکستان ډس ایبل فاؤنډېشن كښې دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ سناتور پرویز رشید ووئيل زه نن په يوه داسې اداره كښې ولاړ يم چرته چې د دړدمند انسانیت خذمت کېږي او زه په دې خوشحاله يم چې د ادارې مشر هم د خاص كسانو څخه تعلق لري او هغه د خاص وګړيو د مسئلو نه ښه خبر دے۔ ده ووئيل دا د ټولنې طاقتور كسان دي كوم چې د خپلې معذورۍ باوجود ژوند له جنګ كوي او د نورو لپاره د لارښودنې سوب ګرځي۔ ده ووئيل زمونږ په ټولنه كښې د معذورۍ ټكې كارولې شي ، زه دا غواړم چې دا ټكې پخپله خله رانوستلې شي او د دې په ځاې كوم بل ښه ټكې وكارولې شي۔ سناتور پروېز رشید ووئيل پاکستانے اولس پراخه زړه لري او د زړه نه عطیات وركوي ۔ ده ووئيل د څه مودې راهسې د عطیاتو وركولو په لړ كښې بې احتیاطی كېږي ، بايد مونږ ښو خلقو له عطیات وركړو۔ ده ووئيل ستاسو په عطیاتو چلېدونكې ځينې ادارې د كركې او انتشار تعلیم خپروي او د كومو مخنيوي له چې د دغې ادارو د مرستې څخه ډډه پكار ده۔ په دې مهال ده د هيواد څخه د پوليو ختمولو لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركونكو پولیو كارمندانو ته پيروئنې وړاندې كولو كښې ده ووئيل د پوليو كارمندان د خپلو ځانونو قرباني وركوي او د انسانیت خذمت کوي ۔ سناتور پرویز رشید ووئيل زه پھ دې خوشحاله يم چې پاکستان ډس ایبل فاؤنډېشن كښې د کمپیوټر او ټیکنالوجی جدید تعلیم وركړې كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل جدیده ټیکنالوجی د انسانیت ښېګرې لپاره جوړه كړې شوې انتشار او كركې خپرولو لپاره نه۔ دې نه پس وفاقی وزیر د پاکستان ډس ایبل فاؤنډېشن بيلو څانګو څارنه وكړه۔ په دې مهال د پاکستان ډس ایبل فاؤنډېشن چیئرمېن شاهد احمد میمن هم خطاب وكړو ۔ ده ووئيل د پولیو كارمندان د انسانیت لوئې خذمت کوي ، هغوي د پېسو په خاطر نه د خذمت به جذبه كار كوي۔