
اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف سره د برتانيې د سلامتیا سلاكار سرمارك لائل ګرانټ وليدل۔ د آئی اېس پی آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د سيمه ايزې سلامتيا په چارو غور وشو۔ د برتانيې د سلامتیا سلاكار مارك لائل ګرانټ د ترهه ګرۍ مخنيوي او سيمه ايز امن او استحکام له د پاك پوځ هڅې وستائلې۔ ده د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستان کامیابۍ ئې هم وستائلې