د نجكارې كميسون دوهم وزير محمد زبېر خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د نجكارې كميسون دوهم وزير محمد زبېر وئيلي دي چې عمران خان د كال 1983 نه واخله تر كال 2015م پورې مالي بدعنواني٬ مني لانډرنګ او فراډ كړے٬ ثبوت به ئې وړاندې كړو٬ څوك چې په نورو تورونه لګوي٬ اول دې خپله لمن پاكه وساتي٬ د دويم نومبر دهرنا د كومې قانوني كاروائې په لار كښې د خنډ جوړولو منظم سازش دے٬ د اسلام آباد بندولو اجازه به ورنه كړو٬ حكومت به د اسلام آباد او پېنډې وګړو ته تحفظ وركوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع پي آئي او راؤ تحسين علي هم موجود و۔ محمد زبېر ووئيل چې د پي ټي آئي مشر عمران خان لخوا د اسلام آباد بندولو پرېكړه غېر قانوني اقدام دے٬ مونږ به په يو صورت هم د اسلام آباد بندولو اجازه ورنه كړو۔ ده ووئيل چې پاكستان د كرپشن نه د آزادولو او د اختساب خبرې كوونكې عمران خان په خپل د كرپشن او فراډ چېمپئن دے۔ ده د كال 1983م نه واخله تر كال 2015م پورې دې هېواد سره فراډ كړےِ٬ په دې موده كښې ئې مني لانډرنګ هم كړے او آف شور كمپنې هم لري٬ مونږ به د دې ثبوت هم وړاندے كړو او ټول شواهد به وركړو۔ ده ووئيل چې عمران خان ټېكس سسټم سره هم فراډ كړے٬ مونږ به ئې سرټيفكېټ هم ښكاره كړو۔ ده بې نوه ټرانزېكشن هم كړي دي۔ ده ووئيل چې عمران خان په كال 1983م كښې يو فلېټ په 20 زره پاؤنډ اخستې و۔ ده د دې ټېكس ريټرن نه دي داخل كړي٬ په 1981م كښې عمران خان د 30 لكو او په 1983م ئې د 35 لكو نه كمې ګټلې وې٬ په دې كښې ئې اخراجات هم كړي دي خو بيا هم ټول رقم 20 زره پاؤنډ نه جوړېږي۔ده ووئيل چې عمران خان په 1983م كښې د نيازي لمېټډ سروس په نوم اف شور كمپني جوړه كړې وه او تر كال 2015م ئې ساتلې وه خو په ټېكس كښې ئې كله هم ذكر نه دې كړے۔ 33 كاله ئې پټه كړې او فراډ ئې كړے۔ په كال 2003م كښې ئې چې كوم فلېټ خرڅ كړے ٬ تفصيلات ئې نه دي ښودلي۔ ده ووئيل چې عمران خان د مشرف فېن و او د هغه په دور كښې ئې تور سپين كړي۔ عمران خان د درې نيم كروړه كور جوړ كړے ٬ دومره پېسې په ټول عمر كښې هم نه شي ګټلې۔ محمد زبېر ووئيل چې د نومبر په 2مه نېټه عمران خان اسلام آباد ځكه بندوي چې په الېكشن كميشن او ستره محكمه كښې به كېسونه شروع شي او عمران خان ته به د ټولو پوښتونو ځوابونه وركول وي۔ ده ووئيل چې آئين او قانون چا ته د ښار بندولو اجازه نه وركوي٬دا د رياست په ضد بغاوت دے۔ ده ووئيل چې عمران خان سره يره مل شوې چې كه اوسنې حكومت تر كال 2018م وچلېږي نو په راتلونكو ټاكنو كښې به هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ كاميابي ترلاسه كوي۔ محمد زبېر ووئيل چې تېره ورځ پروېز الٰهي ٬ شاه محمود قريشي سره ملاقات كړے و٬ پروېز الٰهي نه معلومه نه ده چې د مونس الٰهي نوم هم په پانامه پېپرز كښې ليكل شوے دے٬ پروېز الٰهي په كوم لاجګ پي ټي آئي سره يو ځائ كېږي۔ ده ووئيل چې په راتلونكو ورځو كښې به د عليم خان٬ پروېز خټك او جهانګير ترين په ضد ټول داستان وړاندې كړم۔