د آزاد جمو و كشمير په تاريخ كښې د اكتوبر د 24مې نېټې ورځ ډېره د اهميت وړ ده۔ وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر آزاد كشمير د 69مې اساسي ورځې په موقع وئيلي دي چې د آزاد جمو و كشمير په تاريخ كښې د اكتوبر د 24مې نېټې ورځ ډېره د اهميت وړ ده٬ په دې ورځ د سردار محمد ابراهيم په مشرې كښې په كشمير كښې ازاد حكومت جوړ كړے شو او د دې نه پس د هند د تقسيم اصول پاره پاره كولو سره د نامې الحاق بنياد جوړولو سره په كشمير ناجائزه قبضه وكړې شوه او له امله ئې مقبوضه كشمير د تېرو اوياو كلونو راهسې د هند د ظلم او بربريت په اور سوځي۔ وفاقي وزير ووئيل چې يو خوا په جوناګړھ او حېدرآباد رياستونو په دې بنياد قبضه وكړې شوه چې هلته زياته ابادي د غېر مسلمو ده خو ورسره په كشمير هم قبضه وكړې شوه كه هر څو دلته ابادي د مسلمانانو زياته ده۔ ده ووئيل چې د هند د دې دوه مخي معيار له امله د اوياو كلونو تېرېدو سره هم د سوئيلي اسيا امن سختو خطرو سره مخ دے۔ وفاقي وزير د اساسي ورځې په موقع كشميريانو ته د پاكستان لخوا د سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ پېغام وركړو او وې وئيل چې د ازادې لمر به ډېر زر راوخېژي