لاهور 23 اکتوبر (اے پي پي) د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې د نومبر په 2مه نېټه به اسلام آباد بند نه وي٬ د جمهوريت غېر مستحكم كولو اجازه به چا ته ورنه كړو٬ د پانامه پېپرز معامله عدالت ته د تللو نه پس د احتجاج او دهرنې جواز نه جوړېږي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښې د جمعيت علمائے پاكستان مشرانو پير اعجاز هاشمي او شاه اوېس نوراني سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ مولانا فضل الرحمان ووئيل چې د سترې محكمې نه لوي فورم نشته٬ عدالت ته د تللو نه پس د تحريك انصاف مشر عمران خان لخوا د دهرنې اخلاقي او سياسي جواز نه جوړېږي۔ ده ووئيل چې د پانامه ليكس معامله په ستره محكمه كښې ده٬ بايد په دې فورم پرېكړه وشي۔ ده ووئيل چې كله معامله عدالت ته لاړه نو بيان شكوك و شبهات پېدا كول٬ عدم اعتماد او دهرنې د عدالت څخه د خپلې خوښې پرېكړه ترلاسه كولو سره برابره خبره ده۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې منتخب جمهوري حكومت قائم دے٬ چا ته به د غېر مستحكم كولو اجازه ورنه كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې مولانا فضل الرحمان ووئيل چې حكومت يرېدلې نه دے٬ امن او امان په ځائ ساتل د حكومت ذمه واري ده او حكومت دا احساس هم لري چې قومي املاك به څنګه بچ كول وي٬ حكومتونه د ذمه وارې احساس سره پرېكړې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې جے يو آئي د جذباتو سياست نه كوي٬ مونږ هم جلسې او جلوسونه كوو٬ خو ښارونه نه بندوو۔ چې حكومت غلطي وكړي مخالفت هم كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې ځينې خلق اسلام آباد په هر صورت بندول غواړي٬ خو سياستدان د مظاهرو او احتجاجونو فشار نه اخلي۔ ده ووئيل چې په سياست كښې د يوې طبقې سياست يوازې د غله تر لفظ پورې محدود دے۔