
اسلام آباد21 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د چين 67مې سالګرې په حقله د لس ورځني پاكستان او چين شريكو عكسونو نندارتون پرانسته وكړه۔د جمعې پھ ورځ پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس كښې د دستورې مشر مېلمه د اطلاعات وزير پروېز رشيد ؤ ٬دغسې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزي٬د چين سفير سن وائي ډونګ٬د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرډټس ډائرېكټر جنرل جمال شاه او نورو پلاويو ګډون كولو۔د اطلاعات وزير پروېز رشيد د چين هنرمندو لخوا نندارتون لپاره جوړ كړي د كيلي ګرافۍ فن پارې او عكسونه خوښ كړه ٬ ګډون كوونكو د پاكستان اولس مشر ممنون حسېن او د وزيراعظم محمد نواز شريف پشمول د پاكستان د اعلٰی كچ پلايو د چين دورو او د چين د دستورو ٬سفارتي اړيكو او نور عكسونه خوښ كړه۔دا لس ورځنۍ نندارتون به تر 31 اكتوبر دوام لري۔د اطلاعات وزير د چين هنرمندو له سندونه وركړه او دغسې د چين سفيرد پاكستان هنرمندو له سندونه وركړه۔د وزيراعظم مرستيال طارق فاطمي د چين او پاكستان په شريك نندارتون كولو د منتظمينو هڅې وستائېلې۔دستورې تھ په خپل خطاب كښې د چين سفير ووئيل فن د ټول انسانيت شريكه ژبه ده۔فنكاران د هېوادونو ترمينځه كلتوري او تهذيبي اختلافات لرې كولو له مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل تېر كال 12 كسيزه پاكستانے پلاوي چين ته تللې وه ۔ده ووئيل د پاكستان چين ملګرتيا نه ختمېدونكې ده۔ ده ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا به د پاك چين اقتصادي راهدارۍ د لارې لا مستحكمه شي۔د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس ډائرېكټر جنرل جمال شاه ووئيل نن د پاكستان او چين د ځانګړې ملګرتيا او د چين 67مې سالګرې په حقله د عكسونو نندارتون راجوړ شوې۔دې ډول هلو ځلو سره به د دواړو هېوادونو فنكاران د خپلو هېوادونو ښه منظر رامخې ته كولو له مرستياله وګرځي