د آسټراليا كركټ د مېرمنو لوبډله به روانه مياشت هند ته ځي

ملبورن 06 مارچ (اے پي پي) د آسټراليا د كركټمېرمنو لوبډله به روانه مياشت مارچ كښې د هند دوره كوي۔ د دورې په مهال به هغه د كوربه لوبډلې په ضد درې يو ورځني مېچونه كېږي۔ د دواوړو لوبډلو ترمېنځه وړومبنې يو وروځنې مېچ به د مارچ په 12مه٬ دويم به د مارچ به 15مه نېټه او دريم مېچ به د مارچ په 18مه نېټه كېږي۔ د دې نه پس به دواړه لوبډلې په درې ملكي ټي ټونټي سېريز كښې هم ګډون كوي۔ كوم به چې د اپرېل تر 3مه نېټه كېږي۔ په دې سېريز كښې به د آسټراليا٬ هند٬ او انګلستان ښځينه لوبډلې ګډون كوي۔