اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د سائنس اینډ ټیکنالوجی وفاقي وزير رانا تنویر حسېن وئيلي دي د ټولنې مسئلې حل كولو او انسانی ژوند آسانولو په اړه تحقیق ته اړتيا ده، سسټم ښه كولو له دې كار وكړې شي، حکومت د اعلیٰ تعلیم اهمیت تر مخه بجټ كښې يو په درې زياتوالې كړې۔ده د زيارت پھ ورځ لوړو زدكړو کمېشن كښې 6م اعلیٰ ریسرچ ایوارډز دستورې ته خطاب …
د ټولنې مسئلې حل كولو او انسانی ژوند آسانولو په اړه تحقیق ته اړتيا ده، سسټم ښه كولو له دې كار وكړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د سائنس اینډ ټیکنالوجی وفاقي وزير رانا تنویر حسېن وئيلي دي د ټولنې مسئلې حل كولو او انسانی ژوند آسانولو په اړه تحقیق ته اړتيا ده، سسټم ښه كولو له دې كار وكړې شي، حکومت د اعلیٰ تعلیم اهمیت تر مخه بجټ كښې يو په درې زياتوالې كړې۔ده د زيارت پھ ورځ لوړو زدكړو کمېشن كښې 6م اعلیٰ ریسرچ ایوارډز دستورې ته خطاب کولو۔په دستوره كښې د بيلو پوهنتونونو 52 استاذانو او محققینو له انعامات وركړې شول۔ وفاقی وزیر رانا تنویر حسېن د دستورې مشر ميلمه ؤ دغسې د لوړو زدكړو کمېشن ډاکټر مختار احمد، ایګزیکټو ډائریکټر ډاکټر ارشد علی، ډاکټرمحمد لطیف ، وائس چانسلرانو او استاذانو په دستوره كښې ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر رانا تنویر حسېن دستورې ته په خپل خطاب کښې ووئيل حکومت د تعليم څانګې ودې ته پام لرنه كوي او هم دغه وجه ده چې حکومت د اعلی تعلیم بجټ زيات كړې ۔ وفاقی وزیر د لوړو زدكړو کمېشن کارکردګی ستئالو سره ووئيل ادارې اعلیٰ تعلیم، تحقیق او د پبلیکیشنز معیار ښه كولو كښې كومه بې غوري نه ده كړې، دغه وجه ده چې د هغې ښه نتيجې رامخې ته كېږي۔ ده محققینو ته ووئيل تحقیق سره د ټولنې اصل مسئلو حل کولو ته اړتيا ده۔ رانا تنویر ووئيل د تعليم څانګه د كڼو چيلنجونو سره مخ ده د كومو حل له چې حكومت جدي اقدامات کوي۔ ده د پاکستان جغرافیائی اهمیت پلو اشاره كولو سره ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ له امله زيات زيان پورته كړې خو پاك پوځ او حکومت په دې مسئله هم قابو موندلو له كوټلې ګامونه پورته كړې








