سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د برتانيې چف آف جنرل سټاف وليدل٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

APP23-19 RAWALPINDI: October 19 - General Sir Nicholas Patrick Carter, Chief of General Staff (CGS) UK Army along with General Raheel Sharif, Chief of Army Staff paying tributes to Shuhada after laying floral wreath at Yadgar-e-Shuhada GHQ. APP

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د برتانيې چف آف جنرل سټاف نيكولس پېټرك كارټر ليدلې دې ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د آئي اېس پي آر له مخې د شورو په ورځ د برتانيې آرمي چيف آف جنرل سټاف چې د پینډۍ جي اېچ كيو ته اورسېد نو د پاك پوځ يوې چټك ډلې هغه ته سلامي وركړه۔جنرال نيكولس پیټرك كارټر په جي اېچ كيو كښې د شهيدانو په يادګار ته لاړو او د ګلونو څادر يې خپور كړو۔سرلښكر جنرال راحيل شريف سره شوي ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔جنرال نيكولس د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان قربانۍ او كاميابۍ وستائېلې چې له امله يې سيمه كښې سلامتيا او استحكام راغلې۔