بايد اعتزاز احسن په نورو د تورونو لګولو نه وړاندې په خپل ګرېوان كښې وګوري

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د داخله وزارت وياند وئيلي دي چې بايد اعتزاز احسن په نورو د تورونو لګولو نه وړاندې په خپل ګرېوان كښې وګوري٬ اعتزاز احسن هند ته د سكهانو فهرست وركولو د تور تراوسه سپيناوې ونه كړې شو۔ د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وياند وئيلي دي چې په 1989م كښې د بې نظير بهټو څخه د اېل پي جي كوټه اخستونكي نن قام ته د كرپشن په ضد لېكچر وركولو كښې شرم نه ګڼي ٬ د چا چې د كور يوه يوه صوفه ٬ يو يو قالين او د يو پراپرټي ټائيكون لخوا وركړې شوې ٬ بايد اعتزاز احسن په نورو د تورونو لګولو نه وړاندې خپل ګرېوان كښې وګوري۔﴿م ع/ ګ ل 1823﴾