
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي حکومت د ښه پرمختګ ترلاسه كولو ٬ سپېځلتيا او ښه حكمرانۍ لپاره د انفارمېشن كميونيكېشن ټېكنالوجۍ (آئي سي ټيز) څخه استفاده كوي٬ د آئي سي ټي څانګه په پاكستان كښې اقتصادي پرمختګ لپاره زړه راښكونكې څانګه جوړه شوې۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د طلال ابو غزالے (ټېګ) تنظيم صدر ډاکټر طلال ابو غزالے په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ اولس مشر د ټېګ تنظیم د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل چې په سماجي اړيكو او اقتصادي پرمختګ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګې مهم كردار ترسره كړې۔ اولس مشر ښه پرمختګ ترلاسه كولو له د ډاكټر ابو غزالے په مشرۍ كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د شراكت دارۍ ستائنه وكړه۔ اولس مشر د ډاكټر غزالے د پاكستان او اردن د اړيكو لا ودې وركولو له د هلو ځلو هم ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل اسلامي نړۍ له د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې زياته مرسته او شريكې منصوبې لا ښه كولو له آئي سي ټي او د سائنسي علومو كارول پكار دي۔ اولس مشر ووئيل ټېګ تنظيم دې د پاكستان حكومت سره د مشتركه منصوبو د لارې د هېواد په ماركيټونو كښې ډيجيټل سروس معرفي كولو له لائحه خپله كړي۔ اولس مشر د دې عزم څرګندونه وكړه چې تنظيم به دواړو هېوادونو سره د شريكې مرستې په پروګرامونو كښې زياتوالي له خپل كردار ولوبوي۔ په دې موقع د ټېګ تنظيم صدر ډاكټر ابو طلال غزالے د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د نتظيم خدماتو په اړه اولس مشر ممنون حسېن خبر كړو او د دې خواهش څرګندونه ئې وكړه چې ھغه به پاكستان سره مرسته لا پراخا كولو له خپل كردار ترسره كوي۔ ډاکټر طلال غزالے ووئيل پاكستان به په آئي سي ټي څانګه كښې اسلامي هېوادونو كښې د مشرۍ خپل كردار ترسره كوي