اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان كښې د توان او امن وضعه تر ډېره حده ښه شوې ده ٬د هېواد د معيشت ټول اړخونه غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره پرانستې پراته دي۔د امريكې حكومت دې پاكستان كښې د امريكا شخصي سرمايه كارۍ له آسانۍ وركړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې تجارتي استازي مائيكل فورمين سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره اسلام آباد كښې ملاقات كولو۔د خزانې وزير مائيكل فورمين د حكومت د اړخه د معيشت استحكام له د كړو اصلاحاتو نه خبر كړو۔ده ووئيل پاكستان د توان په كمبوت قابو موندلو له ګامونه پورته كړي او تر ډېره حده د توان په كمبوت قابو موندلې شوې۔په هېواد كښې د امنيت وضعه هم ښه شوې۔ده ووئيل پاكستان كښې د ټېكس اصلاحاتو په نتيجه كښې د ټېكس دائره پراخا شوې او د تېرو دريو كلونو په مهال رېكارډ ټېكس تر لاسه كړې شوې۔مائيكل فورمين د آئي اېم اېف پروكرام په كاميابۍ بشپړولو به اړه د خزانې وزير له مباركي وركړه او د معيشت ښه والي له يې د حكومت اقدامات وستائل۔ده په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ چاپېرچل او اقتصادي صورتحال ښه والي اعتراف هم وكړو او دوه اړخيزه تجارتي رابطو ودې له يې بشپړه باور وركړو۔اسحاق ډار ووئيل په هېواد كښې د كاروبار كولو عمل ښه كولو له د سرمايه كارۍ پالېسي 2013 باندې عمل درامد كېږي او ټول اقتصادي اړخونه د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره پرانستې پراته دي۔۔د امريكې تجارتي استازي ووئيل د پاكستان د انفارمېشن ټېكنالوجي بنيادي اډهانې پرمختګ د ستائنې وړ دے۔ده د نړيوال تجارتي تنظيم ټرېډ اينډ سروسز په لوظ نامه كښې د پاكستان په ګډون كولو د خزانې وزير مننه وكړه۔(