پاكستان په اقتصادي توګه مخ په وړاندې روان دے ٬د توان په بحران به په دوو كلونو كښې قابو وموندلې شي

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكستان په اقتصادي توګه ټيك آف كوي٬د توان په بحران به په دوو كلونو كښې قابو وموندلې شي٬حكومت د روزګار نوې موقعې وړاندې كوي۔ده د ګل په ورځ پلاننګ كمېشن كښې په اېس اېم ايز ګول ميز كنفرنس ته وېنا كوله۔ده ووئيل حكومت د روزګار نوې موقعو وركولو له كار كوي۔د پاكستان ښه اقتصادي پالېسۍ د سياسي عدم استحكام او د پالېسو تسلسل نه لرلو په سوب ناكام شوے۔ده ووئيل برآمدات زياتولو له به اېس اېم اي سېكټر ته ترقي وركول وي۔ده ووئيل اقتصادي راهداري اېس اېم اي سېكټر ښه كولو كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل اېچ اي سي پارټنر جوړېدې شي دغسې چې زده كونكي د وړوكي كاروبار سره لنك كړې شي