
اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي پاکستان د ماحولياتي بدلون د منفي آغيز مخنيوي عزم لرې٬ ميډيا دې د موحولياتي بدلون او ګلوبل وارمنګ خطرو په اړه اولس كښې شعور بېدارولو له كردار ولوبوي۔ د ګل په ورځ د ماحولياتي بدلون په اړه كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ګلوبل وارمنګ د پاكستان معيشت او ماحوليات لپاره لوې خطر ګرځولو سره ووئيل اګر چې د ګرېن هاٶس ګاز په اخراج كښې د پاكستان برخه لږه ده خو بيا هم پاكستان پخپل معيشت او په ماحوليات د آغېز خاتمې له ګامونه پورته كوي ۔ ده ووئيل د څو كلونو راهسې پاكستان د ماحولياتي بدلون ناوړه اثراتو سره مخ دے۔ سوكړه ٬ د ګليشيئرز ويلې كېدل ٬ د سمندر كچه پورته كېدل او د سېلابونو راتلل د ماحولياتي اثراتو نتيجه ده